مسکو – د روسيې د فدرالي امنيتي ادارې اعلان کړی، چې د دغه هېواد په جنوبي ښار ولګوډونسک کې يې يو خونړی ځانمرګی بريد تر عملي کېدو مخکې شنډ کړی دی. د رسمي معلوماتو له مخې، امنيتي ځواکونو يوه ښځينه محصله هغه مهال ونيوله، چې غوښتل يې چاودېدونکي توکي د ښاروالۍ په ودانۍ کې يوه لوړپوړي دولتي مقام ته وسپاري
د امنيتي سرچينو په وينا، ياد چاودېدونکي توکي د ښار د اوسېدونکو د راټولېدو په يوه بوخت ځای کې د چاودنې لپاره چمتو شوي وو؛ داسې پېښه چې ښايي د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شوې وای. د چارواکو په خبره، د وخت پر اقدام سره د يو ستر ناورين مخه ونيول شوه
ادعا کړې، چې د دغه بريد د پلان تر شا کړۍ له اوکراين سره تړاو لري، خو تر دې دمه د اوکرايني چارواکو له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی. همدارنګه، خپلواکو سرچينو لا تر اوسه دغه ادعا نه ده تاييد کړې، چې له امله يې موضوع لا هم د څېړنې او بحث وړ پاتې ده
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په نړۍ کې د امنيتي ګواښونو کچه لوړېدلې او د ترهګريزو بريدونو وېره زياته شوې ده. شنونکي وايي، دا ډول پېښې د دولتونو لپاره يو جدي خبرداری دی، څو د استخباراتي همغږۍ او مخنيوي پر ميکانيزمونو لا زيات تمرکز وکړي
په همدې تړاو، پوښتنه دا ده چې ايا د طالبانو اداره په افغانستان کې د ورته ګواښونو د مخنيوي لپاره روښانه، اغېزمن او هر اړخيز امنيتي پلان لري که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې د سيمې او نړۍ د روانو امنيتي بدلونونو په رڼا کې يې ځواب د افغانستان د راتلونکې امنيت لپاره مهم بلل کېږي