news اخبار فوری
clock

جاپان له افغانستان سره د ۱۹.۵ میلیون ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ

جاپان له افغانستان سره د ۱۹.۵ میلیون ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد حکومت به افغانستان ته ۱۹.۵ میلیون امریکایي ډالر بشري مرسته برابر کړي، تر څو د دې هېواد د زیانمنو او اړمنو وګړو د ژوند د ښه‌والي لپاره وکارول شي

د جاپان سفارت د جمعې په ورځ (۲۸ قوس) په ایکس شبکې کې په خپور کړي پیغام کې هیله څرګنده کړې چې دا مرسته وکولای شي د هغو افغانانو په ورځني ژوند کې مثبت بدلون راولي چې له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي

د سفارت په وینا، دا مالي مرسته به د افغانستان د بشردوستانه اړتیاوو او د خلکو د لومړنیو انساني اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شي. ویل شوي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، نړیوالو بنسټونو او جاپاني غیردولتي سازمانونو له لارې ولګول شي، تر څو مرستې پر شفاف او اغېزمن ډول مستحقو کسانو ته ورسېږي

جاپان له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې، سره له سیاسي ننګونو، له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ته دوام ورکړی دی. د دغه هېواد چارواکي تل ټینګار کوي چې د دوی مرستې د سیاسي موخو پر ځای، د انساني اصولو او د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ ولاړې دي

شنونکي باور لري چې دا مرسته به د خوړو، روغتیا، سرپناه او نورو بیړنیو اړتیاوو په برخه کې د افغانانو له ستونزو د کمولو کې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې میلیونونه خلک لا هم له بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او بشري بحران سره مخ دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto