نوې ډهلي – د هند د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد په تېرو څلورو میاشتو کې افغان متقاضیانو ته شاوخوا ۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي، چې له دې جملې څخه تر ۲۰۰ زیاتې صحي ویزې د ناروغانو لپاره ځانګړې شوې دي
د یاد چارواکي په وینا، هند د روان کال د اپرېل (حمل) په میاشت کې د افغان وګړو لپاره د ویزې په سیستم کې بدلونونه راوستي، تر څو د ناروغانو او بېړنیو اړتیاوو لرونکو کسانو لپاره د ویزې د غوښتنې بهیر اسانه او چټک شي. دا بدلونونه د هغو افغانانو لپاره مهم بلل کېږي چې د درملنې او حیاتي خدماتو لپاره هند ته سفر ته اړتیا لري
هندي چارواکي وایي چې د انساني ملاحظاتو پر بنسټ، د روغتیايي ویزو ورکولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، ځکه ګڼ افغان ناروغان لا هم د پرمختللو طبي اسانتیاوو د نشتون له امله بهرنیو هېوادونو ته د تداوۍ اړتیا لري
په تېرو دوو لسیزو کې، هند د افغان ناروغانو لپاره د درملنې له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېده. هره ورځ به له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه نوې ډهلي ته الوتنې ترسره کېدې، او زرګونه افغانان به د تخصصي درملنې لپاره هندي روغتونونو ته تلل
شنونکي باور لري چې د ویزو د بهیر اسانتیا نه یوازې د بشري همکارۍ نښه ده، بلکې کولای شي د افغانستان او هند ترمنځ پخوانۍ روغتیايي او ولسي اړیکې یو ځل بیا پیاوړې کړي. د افغان ناروغانو لپاره دا اقدام د هیلې یو نوی څرک بلل کېږي، په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې د درملنې فرصتونه ورځ تر بلې محدودېږي