news اخبار فوری
clock

پاکستان: د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، ویلي وسله‌والې ډلې د اسلام‌اباد–کابل د اړیکو د کړکېچ اصلي لامل دي

پاکستان:  د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، ویلي وسله‌والې ډلې د اسلام‌اباد–کابل د اړیکو د کړکېچ اصلي لامل دي

اسلام‌اباد – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، ویلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو حضور او فعالیت د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي لامل دی. نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور د پاکستان د دریځ لپاره یو روښانه تائید وباله

اندرابي د پنجشنبې په ورځ (۲۷ قوس) د بهرنیو چارو وزارت په اوونیزه خبري ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو عناصرو شتون نه یوازې د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی، بلکې د افغانستان د کورني ثبات او اقتصادي پراختیا هڅې یې هم کمزورې کړې دي د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور په څرګنده توګه د تحریک طالبان پاکستان  و د نورو بهرنیو ترهګرو عناصرو فعالیتونو ته اشاره کړې، کوم چې د پاکستان لپاره د امنیتي اندېښنو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي. اندرابي ټینګار وکړ چې دا ډلې له افغان خاورې څخه د بریدونو پلان جوړوي او عملي کوي، چې دا چاره د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې اسلام‌اباد په وار وار د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي څو د خپلې خاورې د کارولو مخه د نورو هېوادونو پر ضد ونیسي، خو تر اوسه عملي او قناعت‌بخښونکي ګامونه نه دي پورته شوي

سیاسي شنونکي باور لري چې د امنیت شورا راپور به پر نړیواله کچه د افغانستان وضعیت ته لا زیات پام واړوي او ښایي د سیمې پر دیپلوماتیکو اړیکو هم اغېز ولري. دوی وایي، تر هغو چې د ترهګرو ډلو پر ضد روښانه، شفاف او عملي اقدامات ونه شي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور فضا به لا هم له ستونزو سره مخ وي

په ورته وخت کې، پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د سیمې دوامدار امنیت او ثبات یوازې هغه مهال ممکن دی چې ټول هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډ او صادقانه دریځ خپل کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto