د جرمني د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د کال تر پای پورې جرمني ته د ټولو واجدو افغانانو لېږد
برلین – د جرمني د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د دغه هېواد حکومت هوډ لري تر روان میلادي کال پای پورې هغه ټول افغانان چې د جرمني د منلو رسمي اسناد یې ترلاسه کړي، له پاکستان څخه جرمني ته ولېږدوي
د چارواکو په وینا، دا مهال شاوخوا ۵۳۵ افغانان د فدرالي حکومت د منلو پروګرامونو او د پخوانیو محلي همکارانو د ځانګړي میکانېزم له لارې په پاکستان کې مېشت دي او د لېږد بهیر ته په تمه دي
جرمني حکومت وایي چې له پاکستاني چارواکو سره نږدې همغږي روانه ده، او د دغو افغانانو د امنیتي څېړنو او ویزو د صادرولو چارې یا بشپړې شوې او یا هم په وروستیو پړاوونو کې دي. د برلین لپاره دا بهیر نه یوازې اداري، بلکې اخلاقي ارزښت هم لري
په ورته وخت کې، پاکستان جرمني ته تر کال پای پورې مهلت ورکړی چې دا کسان انتقال کړي؛ که دا بهیر پر وخت بشپړ نه شي، نو امکان شته چې یاد افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي، هغه څه چې د بشري حقونو د فعالانو له جدي اندېښنو سره مخ شوي دي
دا ګامونه د هغو ژمنو دوام بلل کېږي چې جرمني په ۲۰۲۱ کال کې، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، له افغانانو سره کړې وې؛ ژمنې چې د بشري مسؤلیت، نړیوالو ارزښتونو او د پخوانیو همکارانو د ساتنې پر بنسټ ولاړې دي
شنونکي باور لري چې د دغو افغانانو پر وخت او خوندي انتقال به د جرمني د نړیوال اعتبار او بشري ژمنو د عملي کېدو یو مهم ازموینځ وي، او د دې بهیر بریالیتوب به د زرګونو خلکو د راتلونکې په بدلولو کې مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1956
-
اخبار افغانستان
1044
-
مقاله
817
-
سیاست
396
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl