– د عراق پخوانی ولسمشر، برهم صالح، د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمیشنر په توګه ټاکل شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له لوري په نیویارک کې شوې ده
د خبرپاڼې له مخې، برهم صالح به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې په رسمي ډول خپله نوې دنده پیل کړي. نوموړی به په داسې وخت کې دا مسؤلیت پر غاړه اخلي چې نړۍ د بېساري کډوالۍ، جګړو، اقلیمي بدلونونو او بشري بحرانونو له جدي ننګونو سره مخ ده
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې د برهم صالح سیاسي تجربه، نړیوالې اړیکې او د سیمې او نړۍ د پېچلو بحرانونو په اړه ژوره پوهه به د کډوالو د ملاتړ او خوندیتوب په برخه کې مهم رول ولوبوي. هغه د عراق د ولسمشر په توګه، او تر هغه وړاندې په بېلابېلو لوړو دولتي او نړیوالو دندو کې، د ډیپلوماسۍ او بحرانمدیریت پراخه تجربه لري
شنونکي باور لري چې د صالح ټاکنه کولی شي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته نوی سیاسي او اخلاقي ځواک ورکړي، په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې میلیونونه کډوال او بېځایه شوي کسان د جګړو، بېوزلۍ او ناامنۍ له امله د مرستې او نړیوال ملاتړ ته سترګې په لار دي
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول منځني ختیځ، افریقا او افغانستان کې، د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي. تمه ده چې برهم صالح به د خپل ماموریت پر مهال د کډوالو د حقونو د خوندیتوب، د کوربه هېوادونو د ملاتړ او د دوامدارو حللارو د موندلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي