د افغانستان لپاره د طالبانو د حکومت سفیر، سردار احمد شکیب، او په پاکستان کې د قزاقستان سفیر، یرژان کیستافین، په اسلاماباد کې سره ولیدل او د سیمه ییزو همکاریو، بنسټ یزو پروژو او ګډې سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې وکړې
د دغې ناستې پر مهال، د قزاقستان سفیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې ملاتړ ته دوام ورکړي. د دواړو لورو له خوا ټینګار وشو چې سیمه ییز اتصال، سوداګریزې اړیکې او د زیربناوو پراختیا کولای شي د افغانستان اقتصاد ته نوی فرصتونه رامنځته کړي
خو سره له دې ژمنو، یو لړ بنسټیزې پوښتنې لا هم بېځوابه پاتې دي. د قزاقستان سفیر که څه هم د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته اشاره کړې، خو دا پوښتنه راپورته کېږي چې یاد “ثبات” په کومو معیارونو سنجول کېږي؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې خپلواکې ادارې کمزورې شوې، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي او د بشري حقونو وضعیت د نړیوالو بنسټونو له جدي اندېښنو سره مخ دی، د اوږدمهاله سوداګریز باور بنسټ پر څه اېښودل کېږي؟
سیاسي شنونکي باور لري چې اقتصادي همکاري یوازې هغه وخت دوامداره کېدای شي چې روڼتیا، قانوني چوکاټ او د پانګونې خوندي چاپېریال موجود وي. د طالبانو د ادارې له لوري د شفافیت او حسابورکونې نشتوالی دا اندېښنه پیاوړې کوي چې دا ډول نړیوالې اړیکې به تر کومه بریده د افغانستان د ولس په ګټه تمامې شي
تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې د دې ډول اقتصادي او سوداګریزو توافقونو ګټه به رښتیا هم عامو افغانانو ته ورسېږي، که یوازې به د واکمنو کړیو او محدودو تجارتي حلقو ترمنځ ووېشل شي؟ د ولس لپاره د دغو اړیکو مانا هغه مهال روښانه کېدای شي چې عملي پایلې، د کارموندنې فرصتونه او د ژوند د شرایطو ښهوالی په ښکاره ډول احساس شي
په ټوله کې، که څه هم دا ډول دیپلوماتیکې لیدنې د سیمهییز تعامل نښه بلل کېږي، خو د افغانستان د راتلونکي لپاره اصلي ازموینه دا ده چې ایا دا اړیکې به له سیاسي شعارونو واوړي او د خلکو په ورځني ژوند کې به بدلون راولي، که نه