د ماشومانو د ودونو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد شو
بریانیوز - چهارشنبه، ١٣ جوزا ١٤٠٥
د اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ملګرو ملتونو هغه وروستي راپورونه رد کړي چې ګواکې په افغانستان کې د ماشومانو ودونه زیات شوي دي
دغه وزارت ویلي، د ملګرو ملتونو څرګندونې او ادعاوې له واقعي وضعیت سره سمون نه لري او په هېواد کې د ماشومانو د ودونو د زیاتوالي په اړه خپاره شوي راپورونه د کره شواهدو پر بنسټ نه دي ولاړ
د وزارت مسئولینو ټینګار کړی چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او نافذو اصولو له مخې د کورنۍ او ټولنې د چارو تنظیم ته ژمن دی او د نکاح او واده اړوند چارې د ټاکل شویو چوکاټونو له مخې ترسره کېږي
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې د ملګرو ملتونو ځینو ادارو په خپلو ارزونو کې ویلي وو، اقتصادي ستونزې او د ژوند سخت شرایط ښایي په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو د زیاتېدو لامل شوي وي
خو د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه ارزونې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې نړیوال بنسټونه باید د افغانستان د ټولنیزو واقعیتونو په اړه خپل راپورونه د دقیقو او باوري معلوماتو پر بنسټ چمتو کړي
د ماشومانو د ودونو موضوع په وروستیو کلونو کې د نړیوالو بنسټونو او افغان چارواکو ترمنځ له هغو مسایلو څخه ده چې په اړه یې بېلابېل لیدلوري وړاندې شوي او هر لوری د خپلو معلوماتو او ارزونو پر بنسټ دریځ څرګندوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1673
-
اخبار افغانستان
745
-
مقاله
360
-
سیاست
98
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl