برلین – د جرمني نامتو مجلې اشپیګل په خپل تازه سرمقاله کې د جرمني د صدراعظم فردریش مرتس پر وړاندې ولاړې سترې سیاسي او امنیتي ننګونې څېړلې دي؛ ننګونې چې نوموړی یې د پخوانیو ډېرو مشرانو په پرتله له سخت فشار سره مخ کړی دی
د مقالې له مخې، د مرتس تر ټولو لوی او تاریخي مسؤلیت د اروپا د امنیت دفاع ده، هغه هم په داسې حساسو شېبو کې چې د روسیې او اوکراین جګړه لا هم روانه ده او نړیوال سیاسي نظم له ژورو بدلونونو سره مخ دی. دا جګړه نه یوازې د ختیځې اروپا ثبات ګواښي، بلکې د ټولې اروپا امنیتي معادلې یې بدلې کړې دي
اشپیګل لیکي چې جرمني، د اروپا د تر ټولو لوی اقتصاد په توګه، اوس د امنیتي پرېکړو په مرکز کې ولاړ دی او د برلین رول د هر وخت په پرتله مهم شوی دی. فردریش مرتس اړ دی چې د ناټو د متحدینو غوښتنو، د اروپایي شریکانو اندېښنو او د کورني سیاست ترمنځ یو نازک توازن وساتي
سرمقاله ټینګار کوي چې د دې تاریخي مأموریت بریالیتوب یوازې د پوځي او سیاسي پرېکړو پورې محدود نه دی، بلکې تر ټولو مهمه دا ده چې مرتس وکولای شي د جرمني د ولس باور او ملاتړ ترلاسه کړي. د جرمني عامه افکار د جګړې، پوځي لګښتونو او امنیتي ژمنو په اړه ژورې پوښتنې لري، او د دې پوښتنو ځوابول د صدراعظم لپاره حیاتي بلل کېږي
د شنونکو په اند، که فردریش مرتس وکولای شي په روښانه لید، قوي ډیپلوماسۍ او ولسمحوره سیاست سره دا ستونزمن پړاو مدیریت کړي، نو نوم به یې د اروپا د امنیت په تاریخ کې د یوه پرېکنده مشر په توګه ثبت شي. خو که په دې ازموینه کې پاتې راشي، پایلې به یې یوازې پر جرمني نه، بلکې پر ټوله اروپا اغېز ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?