اوچا: د افغانستان نږدې ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
بریانیوز - چهارشنبه، ١٣ جوزا ١٤٠٥
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان د ژوند په بېلابېلو برخو کې بشري مرستو ته اړ شوي دي
د راپور له مخې، اوچا پلان درلود چې د هېواد ۱۷.۵ میلیونه اړمنو وګړو ته مرستې ورسوي، خو د بودجې د سخت کمښت له امله یې یوازې ۴.۷ میلیونه کسانو ته د مرستو رسولو توان موندلی، چې د ټاکل شوي هدف نږدې اووه ویشت سلنه جوړوي
اوچا زیاته کړې چې د اړمنو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷ میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا وه، خو تر اوسه یوازې ۱۹۵ میلیونه ډالر برابر شوي، چې د ټولې غوښتل شوې بودجې یوازې یوولس سلنه ده
راپور ښيي چې د مرستو تر لاسه کوونکو له ډلې نهه څلوېښت سلنه ماشومان، دېرش سلنه ښځې او یوویشت سلنه نارینه دي، چې دا د هېواد د بشري ناورین پراخوالی او د زیانمنو قشرونو لوړه اړتیا په ډاګه کوي
د بشري چارو شنونکي وایي، که د مرستندویه بنسټونو د بودجې تشه ژر ډکه نه شي، نو میلیونونه افغانان به د خوړو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او نورو بنسټیزو اړتیاوو له لا سخت کمښت سره مخ شي
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د اوږدمهالو اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، بېوزلۍ او بېکارۍ له امله د بشري مرستو پراخې اړتیاوې لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1673
-
اخبار افغانستان
745
-
مقاله
360
-
سیاست
98
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl