news اخبار فوری
clock

د مرکزي اسيا–جاپان لومړۍ سرمشریزه؛ تاشکند افغانستان د ګډو همکاریو له مهمو محورونو وباله

د مرکزي اسيا–جاپان لومړۍ سرمشریزه؛ تاشکند افغانستان د ګډو همکاریو له مهمو محورونو وباله

د «مرکزي اسيا + جاپان» د مشرانو لومړۍ ناسته د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه، چې پکې د افغانستان پر سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ ځانګړی ټینګار وشو. په دې مهمه سیمه‌ییزه غونډه کې د مرکزي اسيا د هېوادونو او جاپان مشرانو هوډ څرګند کړ، څو د ګډو همکاریو له لارې د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او زیربنایي وضعیت ښه کړي

د غونډې ګډونوالو افغانستان د سیمې د ثبات لپاره یو مهم هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې ټینګېدل او اقتصادي ودې ته لاره هوارول نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي. دوی ژمنه وکړه چې د سیمه‌ ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او بنسټیزو پروژو له لارې به له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په خپله وینا کې افغانستان د ګډو همکاریو له اساسي محورونو څخه وباله او ویې ویل چې د دې ناستې ګډونوال هېوادونه د یو سوله‌ییز، باثباته، متحد او د معنادار پرمختګ لرونکي افغانستان هیله لري. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان ثبات د مرکزي اسيا د راتلونکي امنیت او سوکالۍ لپاره حیاتي ارزښت لري

میرضیایف همداراز د جاپان له رول څخه مننه وکړه او دا هېواد یې د تېرو کلونو په ترڅ کې د افغان ولس له تر ټولو مهمو ملاتړو او مرستندویانو څخه وباله. هغه وویل چې د جاپان دوامدارې مرستې د افغانستان د بیارغونې، بشري اړتیاوو پوره کولو او پرمختیایي پروژو کې مهمه ونډه لرلې ده

دا ناسته د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو، د افغانستان د اقتصادي احیا او د سولې د ټینګېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې تمه ده د سیمې او افغانستان ترمنځ د باور، همغږۍ او ګډ پرمختګ نوې لارې پرانیزي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto