news اخبار فوری
clock

د جاپان سفیر: د دوحې بهیر د افغانستان د بحران د حل تر ټولو اغېزمن چوکاټ دی

د جاپان سفیر: د دوحې بهیر د افغانستان د بحران د حل تر ټولو اغېزمن چوکاټ دی

کابل – د جاپان سفیر په کابل کې وايي، د دوحې بهیر د پراخ نړیوال ګډون له امله د افغانستان د روانو ستونزو د ارزونې او حل لپاره تر ټولو اغېزمن او عملي چوکاټ بلل کېږي

کینیچي ماساموتو، د جاپان سفیر، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د دوحې بهیر د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د ګډ حضور له کبله ځانګړی اهمیت لري او جاپان به په دغه بهیر کې خپل ملاتړ او فعال ګډون ته دوام ورکړي. د هغه په وینا، جاپان هڅه کوي د ډیپلوماټیکو لارو له لارې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي

د سفیر په خبره، د دوحې بهیر سیاسي برخه دا موخه لري چې افغانستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره په معناداره او رغنده تعامل کې شامل کړي. هغه دا موضوع د افغانستان د خلکو، د طالبانو د ادارې او همدارنګه د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره مهمه بللې ده. خو نوموړي دا هم ومنله چې لا هم دا پوښتنه پر خپل ځای ده چې دغه بهیر تر کومه بریده د خلکو اساسي غوښتنو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو، تعلیم او سیاسي مشارکت په برخه کې، عملي ځوابونه وړاندې کړي دي

په همدې حال کې، یو شمېر سیاسي شنونکي باور لري چې یوازې پر یوه بهیر تکیه بسنه نه کوي. معین‌ګل څمکنی، سیاسي آگاه، وایي چې د دوحې تر څنګ نور چوکاټونه لکه د مسکو فورمټ هم ارزښت لري او افغانستان اړتیا لري چې په ټولو موجودو ډیپلوماټیکو لارو کې فعال، حساب ورکوونکی او مسئولانه تعامل ولري.

شنونکي زیاتوي چې که نړیوال بهیرونه په همغږۍ سره پر مخ ولاړ شي او د افغانستان د خلکو غږ پکې په رښتیني ډول واورېدل شي، نو کېدای شي د هېواد د اوږدمهاله ثبات، سولې او پرمختګ لپاره یوه نوې هیلمنه لاره پرانېستل شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto