news اخبار فوری
clock

د اسرائیل سفیر د برلین پر حکومت نیوکه وکړه، سره له دې چې پراخ ملاتړ یې تر لاسه کړی

د اسرائیل سفیر د برلین پر حکومت نیوکه وکړه، سره له دې چې پراخ ملاتړ یې تر لاسه کړی

په جرمني کې د اسرائیل سفیر ران بروسر، سره له دې چې برلین د اسرائیل له تر ټولو نږدې سیاسي او پوځي ملاتړو څخه شمېرل کېږي، د جرمني د حکومت پر کړنو نیوکې کړې دي. نوموړي ادعا کړې چې په جرمني ټولنه کې د یهودستیزۍ کچه لوړه شوې او د دولت اقدامات د دې پدیدې د مهار لپاره کافي نه دي

بروسر په خبرو کې له جرمنیو رسنیو سره ویلي، چې چپ‌ګرا، ښي‌ګرا او ځینې اسلامي ډلې د یهودستیزۍ د پراخېدو لامل ګرځي. هغه په ځانګړي ډول چپ‌ګرایان «تر ټولو خطرناک» بللي او ویلي یې دي چې دا ډلې د اسرائیل پر وړاندې د نفرت فضا لا پسې توده کړې ده

د اسرائیل سفیر همداراز ادعا کړې چې یو شمېر محصلان او چپ‌ګرا فعالان په پټه توګه له حماس ملاتړ کوي. نوموړي د جرمني له چارواکو غوښتي چې له دغو کسانو سره سخت چلند وشي او ان د هغوی د شړلو (اخراج) غوښتنه یې کړې ده. د هغه په وینا، د دې ډول دریځونو پر وړاندې نرم چلند د یهودي ټولنې امنیت له ګواښ سره مخ کوي

بروسر زیاته کړې، چې په جرمني کې ځینې اسرائیلي هنرمندان اړ شوي دي خپل هویت پټ وساتي، ځکه د امنیتي اندېښنو له امله ځان خوندي نه احساسوي. دا څرګندونې د جرمني په فرهنګي او اکاډمیکو کړیو کې د پراخو بحثونو لامل شوې دي

دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د غزې د جګړې پر مهال د اسرائیل پراخو پوځي عملیاتو او د فلسطیني ملکي وګړو د لوړو تلفاتو له امله، د جرمني د حکومت پر بې‌قید شرط ملاتړ د بشري حقونو بنسټونو او د مدني ټولنې له لوري جدي انتقادونه شوي دي

شنونکي وایي، د اسرائیل د سفیر دا څرګندونې یو ځل بیا په جرمني کې د بیان ازادۍ، سیاسي اعتراض او د بهرني سیاست ترمنځ حساس توازن تر پوښتنې لاندې راولي؛ هغه بحث چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې لا پسې ژور شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto