د بامیان د بودا سمبولیک بیاژوندي کېدل د نیویارک په زړه کې

د بامیان د بودا سمبولیک بیاژوندي کېدل د نیویارک په زړه کې

د بامیان د تاریخي بودا سمبولیک مجسمه د «پر کاینات تابېدلې رڼا» تر عنوان لاندې، د ۲۰۲۶ کال په پسرلي کې د امریکا د نیویارک ښار په منهتن کې نندارې ته اېښوول کېږي. دا اته‌متریزه مجسمه د ویتنامي ـ امریکايي هنرمند توان اندرو نووین اثر دی، چې د سولې، زغم او د یوې سترې فرهنګي فاجعې د یادونې په توګه به د نړۍ پام یو ځل بیا د بامیان د بوداګانو تخریب ته راواړوي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا هنري اثر د «های‌لاین پلینت» کمېسیون په سپارښتنه جوړ شوی او ټاکل شوې ده چې د منهتن د لسم سړک پر غاړه، د های‌لاین په معلق پارک کې، د ۲۰۲۶ کال په پسرلي کې نصب شي. دا مجسمه به د ۱۸ میاشتو لپاره د عامو خلکو پر وړاندې نندارې ته وړاندې شي

د های‌لاین کمېسیون ویلي، چې دا پروژه یوازې یو هنري اثر نه دی، بلکې د یوې سترې فرهنګي ضایعې یادګار دی؛ داسې ضایعه چې که څه هم فزیکي بڼه یې له منځه وړل شوې، خو مانا، روح او تاریخي ارزښت یې لا هم ژوندی پاتې دی. د دې خبرې اشاره د بامیان هغو سترو بودایي پیکرو ته ده، چې د شپږمې میلادي پېړۍ په شاوخوا کې جوړې شوې وې

د بامیان بوداګان، چې د «صلصال» او «شهمامه» په نومونو پېژندل کېدل، د افغانستان د تاریخي او فرهنګي هویت له مهمو نښو څخه وو، خو د ۱۳۷۹ لمریز کال په حوت میاشت کې د طالبانو له لوري ویجاړ شول؛ هغه پېښه چې د نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شوه او د بشري تمدن پر ضد یو فرهنګي جنایت وبلل شو

شنونکي وایي، د نیویارک په څېر نړیوال ښار کې د بامیان د بودا دا سمبولیک بیاژوندي کېدل، نه یوازې د افغانستان د فرهنګي میراث د درناوي نښه ده، بلکې نړۍ ته دا پیغام هم ورکوي چې که څه هم تاریخي اثار ویجاړېدای شي، خو د هغوی ارزښت، پیغام او انساني مانا نه شي له منځه تللی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto