په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر د غزني ولایت له موزیم او تاریخي ساحو د لیدنې پر مهال ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره پراخې فرهنګي، اقتصادي او سیاسي اړیکې ټینګې کړي او د افغانستان واقعي انځور نړیوالو ته ورسوي
د اندونیزیا سفیر د غزني تاریخي ارزښتونو ته په اشارې وویل، چې دا ولایت د اسلامي تمدن، علم او فرهنګ له مهمو مرکزونو څخه و او لا هم د سیمې د تاریخ ژوره کیسه له ځانه سره لري. هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان فرهنګي میراث د اسلامي نړۍ ګډه شتمني ده او ساتنه یې نړیوال مسوولیت ګڼل کېږي
نوموړي زیاته کړه، چې اندونیزیا د فرهنګي همکاریو تر څنګ، له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخولو ته هم لېوالتیا لري او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم، باور او ګډ کار زمینه برابره شي. د هغه په وینا، د کابل او جاکارتا ترمنځ اړیکې کولی شي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یو نوی فصل پرانیزي
سفیر همداراز وویل، چې اندونیزیا هڅه کوي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه له نږدې درک ترلاسه کړي او هغه واقعیتونه چې افغانان یې تجربه کوي، نړیوالو ته ورسوي، څو د افغانستان په اړه یو متوازن او عادلانه لید رامنځته شي
شنونکي وایي، د اندونیزیا دا دریځ د سیمې او اسلامي نړۍ په کچه د افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراخېدو نښه ده. د هغوی په باور، که دا اړیکې د متقابل درناوي، شفافیت او عملي همکاریو پر بنسټ ولاړې شي، نو کولای شي د افغانستان لپاره په فرهنګي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې مثبتې پایلې ولري
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان هڅه کوي له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې ورغوي او د سیمهییزو او اسلامي هېوادونو له لارې د سیاسي او اقتصادي تعامل نوې لارې ومومي