news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

طالبان د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو د نظام د فلج کېدو پر لور ګامونه اخلي؛ ځینی خصوصي پوهنتونونه یې تړلي او محصلین له خپلو اسنادو محروم دي

طالبان د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو د نظام د فلج کېدو پر لور ګامونه اخلي؛ ځینی خصوصي پوهنتونونه یې تړلي او محصلین له خپلو اسنادو محروم دي

د طالبانو د محدودیتونو او د ځینو خصوصي پوهنتونونو د فعالیتونو د درولو له امله، یو شمېر محصلین ان د خپلو تحصیلي اسنادو او فراغت‌لیکونو له ترلاسه کولو بې‌برخې شوي دي.

بریانیوز- شنبه، ١٦ عقرب ١٤٠٥

دوی وايي، د طالبانو له‌خوا د ځینو خصوصي پوهنتونونو د فعالیتونو تر بندېدو وروسته، د فراغت سندونو او نورو تعلیمي اسنادو ترلاسه کول ورته له جدي ستونزو سره مخ شوي او د خپلو زده‌کړو د کلونو د پایلو د ترلاسه کولو لپاره له ځنډ او سرګردانۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د محصلینو په باور، د زده‌کړو د محدودولو، د پوهنتونونو د تړلو او د تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو د بهیر د ستونزمنولو دوام، د زرګونو ځوانانو تعلیمي راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

احمد (مستعار نوم)، چې د یوه خصوصي پوهنتون محصل و، وايي، د دې پر ځای چې د ځوانانو لپاره د زده‌کړو او مسلکي کېدو زمینه برابره شي، هره ورځ پرې نوي محدودیتونه لګول کېږي.

نوموړی زیاتوي، افغانستان په داسې وخت کې علمي کادرونو، متخصصینو او لوستو ځوانانو ته جدي اړتیا لري، خو د طالبانو د پرېکړو له امله د زده‌کړو مرکزونه یو په بل پسې د ځوانانو پر مخ تړل کېږي.

هغه په نیوکه پوښتنه کوي: «موږ څه ګناه کړې ده چې غواړو زده‌کړې وکړو، تخصص ترلاسه کړو او د خپل راتلونکي او هېواد لپاره کار وکړو؟ ولې د زده‌کړو د زمینې د برابرولو پر ځای هره ورځ له نویو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخ کېږو؟»

د پوهنتونونو د تړلو او د محصلینو د تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو د ستونزو دوام داسې اندېښنې زیاتې کړې چې د طالبانو د تعلیمي محدودیتونو په پایله کې به د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام نور هم کمزوری او د مسلکي کادرونو د روزنې بهیر به له جدي خنډونو سره مخ شي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto