د نابالغو نجونو د نکاح د قانوني کولو له فرمان وروسته طالبانو د ۱۷م فرمان تبلیغاتي کمپاین پراخ کړی
طالبانو د خپل مشر هبتالله اخوندزاده د ۱۸م فرمان له امله د نړیوالو نیوکو له زیاتېدو وروسته د هغه د ۱۷م فرمان په اړه پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړی او هڅه کوي د خلکو او نړیوالو پام له جنجالي فرمان څخه واړوي.
بریانیوز- شنبه، ١٦ عقرب ١٤٠٥
د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده ۱۸م فرمان، چې د «زوجینو د تفریق اصولنامه» نومېږي، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ شوی دی. په دې اصولنامه کې داسې احکام شامل دي چې د نابالغو نجونو او هلکانو نکاح قانوني ګڼي او د بلوغ له رسېدو وروسته د نکاح د فسخ کولو لپاره هم ځانګړي قضايي شرایط ټاکي.
د دې اصولنامې په پنځمه ماده کې راغلي، چې که د پلار او نیکه پرته د ماشوم یا ماشومې له خپلوانو څخه یو کس د هغه یا هغې نکاح له کفو سره د مهر مثل په بدل کې وتړي، نکاح یې صحیح ده؛ خو ماشوم یا ماشومه کولای شي د بلوغ پر مهال د نکاح د فسخ غوښتنه وکړي. البته دا فسخ هم باید د محکمې د حکم له لارې ترسره شي.
دغه حکم په عملي توګه د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نابالغو نجونو، د نکاح د قانوني کېدو زمینه برابروي او د هغوی د واده په اړه د خپلواک تصمیم حق له جدي محدودیتونو سره مخ کوي.
په اصولنامه کې د نکاح د فسخ کولو لپاره نور قضايي شرایط هم ټاکل شوي دي، چې له مخې یې ښځې د خپلې نکاح د پای ته رسولو لپاره له ځانګړو قانوني او قضايي خنډونو سره مخ کېږي.
د طالبانو ۱۸م فرمان د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې دغه اصولنامه د ښځو پر وړاندې تبعیض ژوروي؛ ځکه نارینه په یو اړخیز ډول د طلاق حق لري، خو ښځې د واده د اړیکو د پای ته رسولو لپاره له سختو قضايي محدودیتونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم د واده لپاره د لږ تر لږه عمر د نه ټاکلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت د کمعمره ودونو د عادي کېدو خطر زیاتوي.
بښنې نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو هم د دغه فرمان پر وړاندې غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې دا مقررات ښځې د جبري ودونو او ناوړه اړیکو په وړاندې بېدفاع پرېښودلی شي.
له دغو نړیوالو نیوکو وروسته طالبانو د خپل مشر ۱۷م فرمان ته تبلیغاتي کمپاین پراخ کړی دی.
د هبتالله ۱۷م فرمان د «ناوړه دودونو د مخنیوي» په اړه دی، چې پکې د ودونو، جنازو، حج او عمرې ته د تللو او بېرته راستنېدو په مناسبتونو کې د لګښتونو او ځینو دودونو د محدودولو موضوعات شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د دې فرمان د عامه پوهاوي غونډې او تبلیغاتي فعالیتونه ترسره کړي او په دې اړه یې پرلهپسې راپورونه خپاره کړي دي.
د دغه وزارت تازه په کابل کې د لوېدیځ زون د مساپر وړونکو ترمینل پر موټرچلوونکو د هبتالله د ۱۷م فرمان او د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان په اړه چاپ شوي مواد او فلشونه وېشلي دي.
طالبانو ویلي چې په دغو فلشونو کې د هبتالله لارښوونې ثبت شوې دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، موټرچلوونکي مکلف شوي چې دغه ثبت شوې لارښوونې د سفر پر مهال مساپرو ته واوروي.
همدارنګه طالبانو په ټولو ولایتونو او ځینو ولسوالیو کې د ۱۷م فرمان د تبلیغ لپاره لوی بیلبورډونه هم لګولي دي.
د طالبانو چارواکي د دغه فرمان د تبلیغ پر مهال د ناوړه دودونو د مخنیوي، د خلکو د اقتصادي بار د کمولو او د ټولنې د اصلاح موضوعات مطرح کوي.
خو د ۱۷م فرمان لپاره د تبلیغاتي فعالیتونو پراختیا په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د ۱۸م فرمان له امله د طالبانو مشرتابه له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ دی.
د منتقدانو په باور، طالبان د خپل مشر د یوه فرمان په مثبت ښودلو او د هغه د تبلیغاتو په پراخولو سره هڅه کوي د خپل حکومت یو مثبت انځور وړاندې کړي او د ۱۸م فرمان په اړه د خلکو او نړیوالو پام بل لوري ته واړوي.
سره له دې، د ۱۷م فرمان تبلیغاتي کمپاین د ۱۸م فرمان پر وړاندې د نړیوالو نیوکو مخه نه ده نیولې او نړیوالې ادارې لا هم له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو حقونه تضمین او هغه مقررات لغوه کړي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض او د کمعمره ودونو د قانوني کېدو زمینه برابروي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?