news اخبار فوری
clock

په حیرتان ګډ بازار کې د ښځو پر ورتګ بندیز، د خلکو اندېښنې زیاتې کړې

په حیرتان ګډ بازار کې د ښځو پر ورتګ بندیز، د خلکو اندېښنې زیاتې کړې

 د بلخ ولایت د حیرتان بندري ښارګوټي ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو اداره هغه ښځې ګډ بازار ته له ننوتلو منع کوي چې له ځان سره «شرعي محرم» نه لري. دا بازار هره ورځ د زرګونو افغان وګړو کوربه وي او د سوداګریزو، درملیزو او تګ‌راتګ په برخه کې مهم رول لري

د سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونه په ځانګړي ډول له بې‌سرپرستو او سپین‌سرو ښځو سره تحقیرآمیز چلند کوي، د هغوی د هویت اسناد نه ګوري او هغوی ساعتونه ساعتونه د بازار پر دروازو انتظار ته اړ باسي. ویل کېږي چې ډېری دا ښځې د درملنې او طبي سلا مشورو لپاره ازبیکستاني ډاکترانو ته مراجعه کوي، خو له جدي خنډونو سره مخ دي

ځايي سرچینې ټینګار کوي چې دا محدودیتونه د ښځو لاسرسی بنسټیزو خدمتونو ته په جدي توګه زیانمن کړی او د هغوی ورځنی ژوند یې له ستونزو ډک کړی دی. د خلکو په باور، دا ډول چلند نه یوازې د ښځو بشري کرامت تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د ناروغانو روغتیايي وضعیت هم له خطر سره مخ کوي

تر اوسه د طالبانو ادارې په رسمي ډول د دې موضوع په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو مدني فعالان او یو شمېر اوسېدونکي وایي، که دا محدودیتونه دوام وکړي، نو د حیرتان بندري بازار ارزښت او د خلکو پر ژوند یې اغېز به لا پسې پراخ شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto