news اخبار فوری
clock

د جرمني پر حیاتي بنسټونو د مشکوکو بې‌پیلوټه الوتکو سلګونه الوتنې

د جرمني پر حیاتي بنسټونو د مشکوکو بې‌پیلوټه الوتکو سلګونه الوتنې

برلین – په وروستیو میاشتو کې بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرونونه د جرمني د اسمان ناخوښه مېلمانه ګرځېدلي دي؛ چوپې الوتنې چې ډېری وخت د هغو سیمو پر سر لیدل کېږي چې باید د هېواد تر ټولو خوندي ځایونه وي. تازه رسمي شمېرې ښيي چې دا الوتنې تصادفي نه، بلکې د اندېښنې وړ دوامداره بهیر دی د جرمني د فدرالي جنایي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ډسمبر تر نیمایي پورې، په ټول هېواد کې د ډرونونو د مشکوکو الوتنو څه باندې زر پېښې ثبت شوې دي. چارواکي وایي، دا شمېرې د ملي امنیت له پلوه جدي پوښتنې راپورته کوي

هولګر مونش، د جرمني د فدرالي جنایي ادارې مشر، له «بیلد» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: «موږ د کال له پیل راهیسې د ټولو مشکوکو پېښو اړوند معلومات راغونډ کړي او یو عمومي انځور مو ترې جوړ کړی دی. په دې بهیر کې د جرمني پوځ هم شامل شوی، څو وضعیت په ګډه وڅېړل شي

د مونش په وینا، تر ټولو زیاتې ثبت شوې پېښې د پوځي تاسیساتو، هوايي ډګرونو او نورو حیاتي بنسټونو پر سر د ډرونونو الوتنې دي. په دې کې د وسلو جوړولو صنعتي شرکتونه، بندري تاسیسات او نور مهم اقتصادي او ستراتیژیک مرکزونه شامل دي

امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې ډول الوتنو دوام کولی شي د جرمني د ملي امنیت، اقتصادي ثبات او عامه خوندیتوب لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي. د جرمني حکومت ویلي چې د دې ستونزې د مهار لپاره به د څار، تخنیکي وسایلو او قانوني اقداماتو د پیاوړتیا هڅې لا زیاتې کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto