د اسلامي انقلاب او حکومت په ملاتړ د ایران د ولس پراخ حضور؛ د تاوتریخوالو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو سخت غندنه
بریانیوز:( جمعه۱۹ جدی۱۴۰۴) تهران – د ایران په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه خلکو د اسلامي انقلاب او د هېواد د حکومت په ملاتړ پراخ او پرشور حضور وکړ، او په وروستیو ناامنیو کې د ښکېلو تاوتریخوالو کړنې او د هغوی بهرني ملاتړي یې په کلکه وغندل
دا ولسي حرکتونه وروسته له هغه ترسره شول چې د ایران چارواکو د وروستیو ګډوډیو او ناامنۍ تر شا د رژیم صهیونیستي او د امریکا د حکومت ښکاره ملاتړ ته اشاره وکړه. د راپورونو له مخې، تېره شپه تهران او د ایران یو شمېر نورو ښارونو د تاوتریخوالي او تخریبي کړنو شاهدان وو، چې د آشوبګرو له لوري پکې عامه ودانۍ، دیني ځایونه او حکومتي ادارې په نښه شوې، ځینې ځایونه وسوځول شول او عامه شتمنیو ته زیان واوښت
د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر، د دغو پېښو په تړاو په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا ډول ناامنۍ د دښمنانو د پلان شویو توطئو برخه ده او بهرني لاسونه هڅه کوي د ایران امنیت، ثبات او ملي یووالی زیانمن کړي. نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې د ایران ملت باید له بشپړې هوښیارۍ کار واخلي او اجازه ور نه کړي چې د پردیو دسیسې د هېواد د راتلونکې پر وړاندې خنډ وګرځي
د دغو څرګندونو په تعقیب، نن د ایران خلک په تهران او نورو لویو او کوچنیو ښارونو کې سړکونو ته راووتل. ګډونوالو د پراخو لاریونونو او ولسي تجمعاتو له لارې د تاوتریخوالو کړنې وغندلې او ټینګار یې وکړ چې د عامه شتمنیو ویجاړول، د دیني مقدساتو سپکاوی او د امنیت ګډوډول د ولس غوښتنه نه ده او د ایران د خلکو له ارادې سره هېڅ تړاو نه لري
لاریونوالو د شعارونو په ورکولو سره د هېواد له امنیت، ثبات او ملي حاکمیت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنه او ملاتړ د تاوتریخوالي له عاملینو سره د منلو وړ نه دی. هغوی همدارنګه هغه رژیمونه په سختو ټکو وغندل چې د ایران د داخلي چارو په ګډوډولو کې رول لري او هڅه کوي د هېواد پر خپلواکۍ فشار راوړي
سیاسي شنونکي وايي، د ایران د ولس دا پراخ حضور د دې ښکارندویي کوي چې خلک د ناامنۍ، تاوتریخوالي او بهرنیو توطئو پر وړاندې یو موټی ولاړ دي او غواړي د سولې، ثبات او ملي یووالي پیغام نړۍ ته ورسوي
د ولسي تجمعاتو ګډونوالو په پای کې ټینګار وکړ چې د ایران ملت به د اسلامي انقلاب د ارزښتونو، ملي امنیت او خپلواکۍ د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي او اجازه به ور نه کړي چې هېواد یې د څو محدودو ډلو او بهرنیو لاسونو له لوري ناامنۍ ته ټېل وهل شي