news اخبار فوری
clock

واشنګټن – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ: که ایران د معترضانو پر وړاندې د عامو خلکو وژنه وکړي، سخت ګوزار به پرې وکړو

واشنګټن – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ: که ایران د معترضانو پر وړاندې د عامو خلکو وژنه وکړي، سخت ګوزار به پرې وکړو

بریانیوز:( جمعه۱۹ جدی۱۴۰۴) واشنګټن – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ، یو ځل بیا د ایران حکومت ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د ایران امنیتي ځواکونه د روانو اعتراضونو پر مهال د معترضانو د «عامه وژنې» اقدام وکړي، نو امریکا به پر ایران ډېر سخت او دردناک ګوزارونه وارد کړي

ټرمپ دا څرګندونې تېره شپه (پنج‌شنبه، د جدي ۱۸مه) له فاکس نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې وکړې. هغه وویل چې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې تر دې دمه د ځینو کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي، خو د هغه په وینا، د دغو مرګونو ډېری موارد د خلکو د ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ له امله رامنځته شوي، نه د مستقیمو امنیتي عملیاتو په پایله کې

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې واشنګټن د ایران وضعیت له نږدې څاري او که چیرې د ایران حکومت د اعتراض کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي، ډله‌ییزو وژنو او سخت ځپلو کار واخلي، نو دا به د امریکا له جدي او قاطع غبرګون سره مخ شي

ټرمپ همدارنګه د ایران د نظام د نسکورېدو په اړه د خلکو لېوالتیا «حیرانوونکې» وبلله او د ایران ولس ته یې وویل چې د ازادۍ ارزښت ته ژوره پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه چې ازادي یو بنسټیز حق دی او ملتونه باید د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري

په ورته وخت کې، روان اعتراضونه چې دا مهال یې ۱۳مه ورځ ده، لومړی په تهران کې د یو شمېر سوداګرو او کسبه‌کارانو له لوري د اسعارو د بیو د لوړوالي او اقتصادي ستونزو پر وړاندې پیل شول. دا اعتراضونه وروسته په چټکۍ سره د ایران نورو ښارونو ته هم وغځېدل او بېلابېلې ټولنیزې او اقتصادي غوښتنې پکې مطرح شوې

سیاسي شنونکي باور لري چې د ټرمپ دا تازه څرګندونې به د ایران او امریکا ترمنځ لا زیات تاوتریخوالی رامنځته کړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د ایران دننه وضعیت حساس بلل کېږي او نړیواله ټولنه د دغو اعتراضونو د پایلو په اړه اندېښنه لري

تر اوسه د ایران حکومت د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تمه ده چې دا دریځ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظي شخړو نوی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto