news اخبار فوری
clock

کابل – د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزیر: د کورني تولید له درملو پرته د درملو د کمښت ستونزه نه شي حل کېدای

کابل – د طالبانو د ادارې  د عامې روغتیا وزیر: د کورني تولید له درملو پرته د درملو د کمښت ستونزه نه شي حل کېدای

بریانیوز:( جمعه۱۹ جدی۱۴۰۴) کابل – د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، وایي چې تر هغه وخته چې په هېواد کې د کورني تولید درملو ته جدي پاملرنه و نه شي او په عملي ډول ترې استفاده و نه شي، د درملو د کمښت ستونزه به پر خپل ځای پاتې وي. نوموړي دا څرګندونې د روغتیا د خصوصي سکتور له استازو سره په یوه ګډه ناسته کې وکړې

دا ناسته د دې لپاره جوړه شوې وه چې د عامې روغتیا وزارت د نظارتي ارزونو پایلې له خصوصي سکتور سره شریکې شي او د درملو د تولید، کیفیت او بازار ته د لاسرسي په اړه شته ستونزې وڅېړل شي. ښاغلي جلالي په خپله وینا کې وویل چې پر وارداتي درملو تکیه افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ کړې او وخت رارسېدلی چې د کورني تولید ملاتړ وشي

د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ چې د درملو داخلي تولید کولی شي د هېواد پر وارداتو تکیه راکمه کړي، د درملو د رسد بهیر باثباته کړي او خلکو ته د اړینو درملو د دوامدار لاسرسي زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، که کورني فابریکې پیاوړې شي او تولیدات یې معیاري شي، نو نه یوازې به د درملو کمښت جبران شي، بلکې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي

خو د روغتیا د سکتور یو شمېر فعالان او د درملو د تولید فابریکو استازي وايي چې یوازې خبرې د ستونزو حل نه شي کېدای. د هغوی په وینا، د ملاتړ کوونکو روښانه پالیسیو نشتوالی، اقتصادي ستونزې، د خامو موادو د وارداتو سخت شرایط، بانکي محدودیتونه او کمزورې اغېزمنې څارنې د دې لامل شوي چې د درملو کورنی تولید په واقعي مانا وده و نه کړي

د خصوصي سکتور استازي زیاتوي چې که حکومت غواړي د کورني تولید درملو ته بازار پیدا شي، نو باید عملي ګامونه واخلي، لکه د مالیاتي اسانتیاوو برابرول، د کورنیو تولیداتو لومړیتوب، د کیفیت شفاف او منظم نظارت، او له بهرنیو سیالانو سره د نابرابر رقابت مخنیوی

د روغتیا د سکتور فعالانو اساسي پوښتنه دا ده چې د طالبانو اداره د دې جوړښتي ستونزو د حل لپاره کوم مشخص او عملي اقدامات په پام کې لري؟ هغوی ټینګار کوي چې که دا ننګونې حل نه شي، نو د کورني تولید شعارونه به یوازې تر خبرو محدود پاتې شي او د درملو د کمښت ستونزه به همداسې دوام ولري

په داسې حال کې چې افغانستان له سختو اقتصادي شرایطو، بشري بحران او د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دی، کارپوهان باور لري چې د درملو د کورني تولید پیاوړتیا کولی شي د هېواد د روغتیايي نظام د پښو پر خپل ځان درېدو په لور یو مهم ګام وي، خو دا کار یوازې هغه وخت شونی دی چې له خبرو هاخوا، عملي او دوامدار اقدامات ترسره شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto