بریانیوز:( شنبه۲۰ جدی۱۴۰۴) کابل — د افغانستان د معادنو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې له قانوني قرارداد او رسمي جواز پرته د معادنو هر ډول استخراج ناقانونه عمل او ښکاره جرم دی. یاد وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د طبیعي شتمنیو ساتنه ملي مسوولیت دی او د دې شتمنیو خپلسری استخراج به نور ونه زغمل شي
دغه وزارت په یوه رسمي خبرتیا کې چې د ټولنیزې شبکې ایکس (پخوانی ټویټر) له لارې خپره شوې، لیکلي چې له هغو اشخاصو او شرکتونو سره به جدي قانوني چلند وشي چې د وزارت له اجازې پرته د معادنو استخراج ته دوام ورکوي
د تېر وخت غیرقانوني استخراج ثبت او تنظیم
د معادنو او پټرولیم وزارت په خبرتیا کې راغلي چې هغه معدني مواد چې په تېر وخت کې په غیرقانوني ډول استخراج شوي دي، د دې نوې پالیسۍ د عملي کېدو وروسته به د شپږو میاشتو په موده کې ثبت شي. د وزارت په وینا، د دغو موادو لپاره به د امتیاز حق د منځني کچې دوه برابره محاسبه شي.
په خبرتیا کې همداراز ویل شوي چې د اړوندو ولایتونو د قراردادي شرکتونو د امتیاز حقونه به د معدني موادو د فرآورۍ او صادراتو له پالیسۍ سره سم ارزول کېږي، او له دې وروسته به یوازې هغو ته د انتقال او صادراتو اجازه ورکړل شي چې قانوني شرایط پوره کړي
د ملي شتمنیو د ساتنې هڅه
چارواکي وايي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د هېواد طبیعي سرچینې د ناقانونه استفادې، فساد او ضایع کېدو څخه وساتل شي، او د معادنو له عوایدو څخه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي
اقتصادي شنونکي باور لري چې که دا پالیسي په رښتینې توګه عملي شي، نه یوازې به د غیرقانوني استخراج مخه ونیول شي، بلکې د معادنو سکتور به منظم، شفاف او د پانګونې لپاره باوري شي
د معادنو او پټرولیم وزارت وروستۍ پرېکړه ښيي چې حکومت غواړي د افغانستان د طبیعي شتمنیو پر مدیریت بشپړ کنټرول ولري. د غیرقانوني استخراج جرم بلل او د سخت چلند خبرداری، د دې پیغام لېږد دی چې د هېواد ملي سرچینې نور د خپلسري او ناقانونه استفادې لپاره نه پرېښودل کېږي