news اخبار فوری
clock

ننګرهار – افغانستان د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې د خپلوي ګومارنو تورونه؛ ۳۳ خپلوان او د یوې ولسوالۍ کسان په ادارو کې مقرر شوي

ننګرهار – افغانستان   د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې د خپلوي ګومارنو تورونه؛ ۳۳ خپلوان او د یوې ولسوالۍ کسان په ادارو کې مقرر شوي

 بریانیوز:( دو شنبه۲۲  جدی۱۴۰۴) باوري سرچینو ادعا کړې، چې د طالبانو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس د واک له ترلاسه کولو وروسته په اړوندو روغتیايي ادارو کې پراخې خپلوي ګومارنې کړي دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړي لږ تر لږه ۳۳ خپلوان او د خپلې ولسوالۍ ګڼ کسان په بېلابېلو دولتي بستونو کې پر دندو ګومارلي دي

سرچینې وایي، چې دا کسان د شفافې پروسې، ازادې سیالۍ او مسلکي وړتیاوو له پامه غورځولو سره پر مهمو اداري او تخنیکي دندو ګمارل شوي، هغه څه چې د روغتیايي سیستم پر موثریت او د عامو خلکو پر باور جدي منفي اغېز کړی دی

د راپورونو له مخې، ډېری دغه ګومارل شوي کسان نه لازمې مسلکي تجربې لري او نه هم د روغتیايي سکتور اړوند زده‌کړې، خو یوازې د خپلوي، قومي او سیمه‌ ییزو اړیکو له مخې ورته دندې سپارل شوې دي. دا وضعیت د روغتیايي خدمتونو کیفیت ته زیان رسولی او د ناروغانو لپاره یې ستونزې زیاتې کړې دي

یو شمېر د روغتیا سکتور کارکوونکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وایي چې دا ډول چلند د اداري فساد ښکاره بېلګه ده او د هغو ژمنو خلاف عمل دی چې طالبانو د عدالت، شفافیت او د اهل کسانو د ګومارنې په اړه کړې وې

په ورته وخت کې، د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي هم د دې راپورونو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې روغتیايي ادارې باید د سیاسي او شخصي نفوذ څخه پاکې وي، ځکه چې د خلکو ژوند ورسره تړلی دی. هغوی غوښتنه کوي چې دا ادعاوې باید په جدي ډول وڅېړل شي او مسوول کسان حساب ورکړي

تر اوسه د طالبانو د روغتیا وزارت او د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په رسمي ډول د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو څارونکي باور لري که دا ډول کړنې دوام ومومي، د عامه خدمتونو پر وړاندې به د خلکو بې‌ باوري لا زیاته شي او د ادارو مشروعیت به نور هم زیانمن شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto