پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستل؛ په یوه ورځ کې تر ۳ زره ډېر کسان افغانستان ته راستانه شول
بریانیوز:(پنجشنبه۲۵جدی۱۴۰۴) کابل – له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لا هم روانه ده. د طالبانو د «کډوالو د ستونزو د رسېدنې کمیسیون» ویلي چې یوازې د یوې ورځې په ترڅ کې زرګونه افغان کډوال له دغو هېوادونو ایستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي
یاد کمیسیون ویلي چې د چهارشنبې په ورځ، د جدې په ۲۴مه، ټولټال ۳ زره او ۲۴۹ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغو کسانو له ډلې ۳ زره او ۹۵ تنه له پاکستان څخه شړل شوي دي
د کمیسیون په وینا، له پاکستان څخه ایستل شوي کډوال د ننگرهار د تورخم، د کندهار د سپینبولدک او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. دغه کسان له بېلابېلو سیمو څخه د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او تر قانوني بهیر پرته بېرته افغانستان ته اړول شوي دي
همدارنګه، یاد کمیسیون زیاته کړې چې ۱۵۴ نور افغان کډوال له ایران څخه اخراج شوي دي. دا کسان د هرات د اسلامقلعه او د نیمروز د پلابریشم له سرحدي لارو هېواد ته راستانه شوي دي. راپورونه ښيي چې په ایران کې هم پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او ګڼ شمېر کسان له کار، استوګنې او لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې شوي دي
راستانه شوي کډوال وایي چې د اخراج پر مهال له سختو شرایطو سره مخ شوي، ځینې یې د شتمنیو له انتقال بېبرخې پاتې شوي او یو شمېر نور د کورنیو له غړو بېل شوي دي. هغوی شکایت کوي چې د اخراج بهیر ناڅاپي، بېخبرتیا او له انساني معیارونو لرې و
بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د کډوالو دا پراخ راستنېدل د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او بشري وضعیت دروند فشار راوړي. د دوی په وینا، ډېری راستانه شوي کسان د سرپناه، کار، روغتیايي خدماتو او خوړو له جدي کمښت سره مخ دي، په داسې حال کې چې هېواد له وړاندې د بېوزلۍ او لوږې له بحران سره لاس او ګرېوان دی
کارپوهان وایي، که د کډوالو د جبري ایستلو دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو افغانستان به له یوه نوي بشري ناورین سره مخ شي. هغوی له نړیوالې ټولنې او مرستندویو ادارو غواړي چې د راستنېدونکو کډوالو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي
په ټوله کې، د پاکستان او ایران له لوري د افغان کډوالو پرلهپسې اخراج نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د افغانستان د بشري او ټولنیز وضعیت لپاره یې هم نوې او جدي ننګونې رامنځته کړې دي