بریانیوز:(جمعه۲۶ جدی۱۴۰۴) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په کرملین کې د یوې رسمي او تشریفاتي غونډې پر مهال د طالبانو د ټاکل شوي سفیر، ګلحسن حسن باورلیک ومانه. په همدې مراسمو کې د ۳۳ نورو بهرنیو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه هم د روسیې ولسمشر ته وسپارل شول
د روسیې دولتي خبري اژانس اسپوتنیک د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې مسکو د داسې افغانستان غوښتونکی دی چې یو موټی، خپلواک، سولهییز او له جګړې، ترهګرۍ او د نشهیي توکو له قاچاق څخه پاک وي. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې ثبات د روسیې لپاره ځانګړی اهمیت لري او افغانستان په دې معادله کې مهم رول لري.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې روسیه د ۱۴۰۴ لمریز کال له اوړي (جولای ۲۰۲۵) راهیسې تر اوسه لومړنی او یوازینی هېواد بلل کېږي چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی. مسکو په همدې موده کې د طالبانو نوم هم د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه لېرې کړ او ګلحسن حسن یې د طالبانو د رسمي سفیر په توګه ومنلو.
سیاسي شنونکي دا ګام د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د ژورتیا نښه بولي او وايي چې دا اقدام کولای شي د سیمې په ډیپلوماتیک توازن کې نوې پاڼه پرانیزي. د یادونې وړ ده چې ولادیمیر پوتین له چینايي ولسمشر شي جینپینګ وروسته دوهم نړیوال مشر شو چې په مستقیم ډول یې د طالبانو د سفیر باورلیک ومنلو.
دا تحول نه یوازې د روسیې د بهرنۍ تګلارې د بدلون ښکارندوی دی، بلکې د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه هم نوې پوښتنې او بحثونه راولاړوي—هغه بحثونه چې اغېزې به یې د سیمې له پولو هاخوا هم احساس شي