نیویارک – د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته د روسیې له سختو نیوکو سره مخ؛ مسکو دا غونډه «سیاسي سیرک» وباله
بریانیوز:(جمعه۲۶ جدی۱۴۰۴) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې، چې د ایران د روان وضعیت په اړه رابلل شوې وه، د روسیې استازي توند او بېساري څرګندونې وکړې او ویې ویل چې دا غونډه له نړیوال امنیت سره هېڅ رښتینې اړیکه نه لري، بلکې یوازې د تنظیموونکو هېوادونو د سیاسي موخو د پرمخ بېولو لپاره جوړه شوې ده
د روسیې استازي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې دا ناسته تر جدي ډیپلوماتیک بحث ډېره د یو «سیاسي سیرک» بڼه لري. نوموړي وویل، امنیت شورا باید د نړۍ د سولې او ثبات لپاره کار وکړي، نه دا چې د ځینو هېوادونو د فشار او تبلیغاتي اجنډاوو وسیله وګرځي
هغه زیاته کړه چې هغه څه چې دا مهال په ایران کې روان دي، نور د سولهییزو مظاهرو تر نوم لاندې نه شي یادېدلی. د ده په وینا، وضعیت یو منظم، پلان شوی او سازمان یافته ګډوډي ده چې له بهر څخه لارښوونه او ملاتړ کېږي. روسیې دا ادعا وکړه چې بهرني لاسونه هڅه کوي د داخلي فشارونو له لارې پر ایران سیاسي نفوذ زیات کړي
د روسیې استازي همدارنګه پر لوېدیځو هېوادونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د دې ډول غونډو په جوړولو سره، لوېدیځ غواړي د روانو ناکراریو په پارولو کې خپل رول پټ کړي او نړیوالو ته یوهاړخیزه او تحریف شوې کیسه وړاندې کړي. د هغه په وینا، دا چلند نه یوازې د ستونزې حل ته لاره نه هواروي، بلکې شخړې لا ژوروي او د ډیپلوماتیکو حللارو دروازې تړي
په پای کې، د روسیې استازي د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې د سیاسي نندارو پر ځای، رښتینې خبرې، متقابل درناوی او د هېوادونو ملي حاکمیت ته ژمنتیا خپل لومړیتوب وګرځوي. هغه ټینګار وکړ چې یوازې د همدې لارې کولای شو د سیمې ثبات وساتو او د بحرانونو د پراخېدو مخه ونیسو
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د ایران وضعیت د نړیوالو سیاسي بحثونو په محور بدل شوی او د سترو قدرتونو ترمنځ یې یو ځل بیا ژور اختلافونه راپارولي دي