بریانیوز:(شنبه۲۷جدی ۱۴۰۴) عربي رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع د یوه رسمي فرمان له لارې نوروز د دې هېواد د ملي جشن په توګه په رسمیت پېژندلی دی. د دغه فرمان له مخې، د نوروز د لمانځنې ورځ به په ټول سوریه کې عمومي رخصتي وي
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د سوریې په سیاسي او ټولنیز تاریخ کې یو مهم بدلون بلل کېږي، ځکه نوروز د سیمې د ګڼو قومونو، په ځانګړي ډول د کردانو، فارسژبو او د مرکزي اسیا د ولسونو لپاره د پسرلي، نوي کال او نوې هیلې نښه ده. اوس د سوریې دولت دا جشن د هېواد د ګډ فرهنګي میراث د یوې برخې په توګه منلی دی
د احمد شرع په صادر شوي فرمان کې ټینګار شوی چې نوروز یوازې یو کلتوري مراسم نه دي، بلکې د طبیعت د بیا ژوندي کېدو، سولې، ورورولۍ او د ولسونو ترمنځ د یووالي سمبول ګڼل کېږي. د فرمان له مخې، د نوروز رسمي کېدل د دې لپاره دي چې د سوریې د بېلابېلو قومي او فرهنګي ټولنو ترمنځ د ګډ ژوند، زغم او ملي یووالي فضا لا پیاوړې شي
سیاسي شنونکي وايي، دا ګام په داسې وخت کې اخیستل شوی چې سوریه له کلونو جګړو، کورنیو شخړو او ژورو ټولنیزو درزونو وروسته د بیا جوړونې او ملي پخلاینې پړاو ته د داخلېدو هڅه کوي. د دوی په باور، د نوروز په څېر یو ګډ کلتوري جشن رسمي کول کولی شي د بېلابېلو قومونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او د هېواد د ثبات لپاره یو نرم، خو اغېزناک پیغام ولري
د سوریې د کرد مېشتو سیمو اوسېدونکو د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د هغوی د کلتوري هویت د رسمي منلو څرګند نښه ده. همدارنګه یو شمېر فرهنګي فعالان باور لري چې دا پرېکړه به د سوریې د فرهنګي تنوع د ساتنې او درناوي لپاره یو نوی فصل پرانیزي
نوروز چې د پسرلي له پیل سره سم لمانځل کېږي، د زرګونو کلونو لرغونی تاریخ لري او د یونسکو له لوري د بشري فرهنګي میراث په نوملړ کې هم شامل شوی دی. اوس د سوریې له لوري د دې جشن ملي اعلان د سیمې په کچه یو مهم کلتوري او سیاسي پیغام بلل کېږي
د یادونې وړ ده چې د فرمان له مخې، د نوروز په ورځ به دولتي ادارې، ښوونځي او ډېری رسمي بنسټونه تړلي وي او په بېلابېلو ښارونو کې به د دې ورځې په مناسبت فرهنګي او ولسي پروګرامونه ترسره شي