news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوټاوا / کوپنهاګن: د ګرینلنډ پر سر د ټرمپ د ګواښونو وروسته؛ کاناډا، ډنمارک او ناټو د ګډې دفاع پر اصل ټینګار کوي

اوټاوا / کوپنهاګن: د ګرینلنډ پر سر د ټرمپ د ګواښونو وروسته؛ کاناډا، ډنمارک او ناټو د ګډې دفاع پر اصل ټینګار کوي

بریانیوز:(شنبه۲۷جدی ۱۴۰۴) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو جنجالي څرګندونو وروسته، چې پکې یې د ګرینلنډ د تصاحب ګواښ کړی، د کاناډا حکومت یو ځل بیا د ناټو د پنځمې مادېپر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ناټو د هر غړي امنیت د ټولو غړو ګډ مسؤلیت دی

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د جمعې په ورځ وویل، هېواد یې د ناټو له منشور سره بشپړه ژمنتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې پنځمه ماده د ناټو د بنسټ ډبره ده او دا ماده په څرګند ډول وایي:

«پر یوه غړي برید، پر ټولو برید ګڼل کېږي.»

کارني زیاته کړه چې د ناټو د غړو ترمنځ یووالی او متقابل دفاع نه یوازې د اروپا، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري، او هېڅ ډول سیاسي فشار یا انفرادي دریځ باید دا اصل کمزوری نه کړي

د ډنمارک سخت غبرګون

د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې د ډنمارک حکومت هم کلک دریځ خپل کړی دی. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ګرینلنډ د دې هېواد نه بېلېدونکې برخه ده او د دې سیمې په اړه هر ډول ګواښ یا ادعا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

د ډنمارک چارواکو ټینګار کړی چې د ګرینلنډ امنیت د ناټو د چوکاټ دننه تضمین شوی او هېڅ هېواد حق نه لري چې د زور یا ګواښ له لارې د یو خپلواک دولت یا د هغه د قلمرو په اړه پرېکړه وکړي. کوپنهاګن ویلي، دا ډول څرګندونې نه یوازې د متحدینو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي، بلکې د نړیوال ثبات لپاره هم خطرناکې دي

د ناټو دریځ: یووالی زموږ ځواک دی

د ناټو یو شمېر چارواکو او غړو هېوادونو هم په غیرمستقیم ډول د کاناډا او ډنمارک له دریځ ملاتړ کړی دی. د ناټو د سرچینو په وینا، دغه پوځي تړون د ګډې دفاع، متقابل درناوي او د نړیوال نظم پر بنسټ ولاړ دی او د پنځمې مادې ارزښت تر هر وخت زیات دی

سیاسي شنونکي وايي، د ناټو غړي هڅه کوي دا پیغام ورکړي چې د اتحاد دننه اختلافات باید د پوځي ګواښونو یا د ځمکنۍ بشپړتیا د تر پوښتنې لاندې راوستلو لامل نه شي. د دوی په اند، د ګرینلنډ موضوع که څه هم د ټرمپ د پخوانیو دریځونو دوام دی، خو بیا راپورته کېدل یې د ناټو د یووالي لپاره ازموینه بلل کېږي

د ګرینلنډ ستراتیژیک اهمیت

ګرینلنډ د شمالي قطب په سیمه کې موقعیت لري او د پوځي، جیوپولیټیکي او طبیعي سرچینو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. دا سیمه د ناټو د دفاعي ستراتیژۍ مهمه برخه ده، ځکه د قطبي سیمو کنټرول د راتلونکو لسیزو یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي

شنونکي باور لري، د کاناډا، ډنمارک او ناټو ګډ دریځ دا څرګندوي چې لوېدیځ متحدین نه غواړي د داخلي سیاسي شعارونو له امله د نړیوال امنیت بنسټونه زیانمن شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto