کابل/تهران د ایران حکومت د یوې رسمي اعلامیې له لارې د افغان حکومت څخه د ایران رسمي مننه؛ د پراخو همکاریو ژمنه
د ایران رسمي اعلامیه
بريانيوز:(پنجشنبه۲دلو ۱۴۰۴) د ایران حکومت د یوې رسمي اعلامیې له لارې د افغانستان له حکومت څخه ژوره مننه کړې ده او ویلي یې دي چې تهران د هغو سختو او حساسو شېبو پر مهال د افغانستان هغه دریځ په درنښت مني، چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د فشارونو او تبلیغاتو پر خلاف یې د ایران د خپلواکۍ دفاع وکړه. د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو او متقابل درناوي څرګندونه بللې ده
اخلاقي او اصولي دریځ
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان یوازې په سیاسي کچه نه، بلکې په اخلاقي او اصولي موقف سره ودرېد. د ایران په وینا، افغان حکومت د نړیوالو قدرتونو د یو اړخیزو روایتونو پر ځای د حقیقت ملاتړ وکړ او دا یې د سیمهییز استقلال، اسلامي ورورولۍ او ګډو ارزښتونو پر بنسټ یو زړور او کمساری ګام بللی دی
د افغان رسنیو ستاینه
د ایران چارواکو په ځانګړي ډول د افغانستان د رسنیو رول ستایلی او ویلي یې دي چې افغان رسنیو د امریکا د رسمي روایت پر خلاف متوازن، واقعي او خپلواک ژورنالېزم وکړ. د اعلامیې له مخې، افغان رسنیو د معلوماتو په وړاندې کولو کې د انصاف اصل ته پام وکړ او د سیاسي فشارونو پر ځای یې د حقیقت انعکاس ته لومړیتوب ورکړ
د باور پیاوړتیا او ګډ دریځ
ایران باور لري چې دا ډول وفادارانه او عادلانه دریځونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د پیاوړتیا سبب ګرځي. تهران ټینګار کړی چې د افغانستان دغه ملاتړ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو مهم سیاسي او اخلاقي بنسټ جوړوي او د ګډو ننګونو پر وړاندې د همغږۍ اړتیا نوره هم زیاتوي
د همکاریو د پراخولو ژمنه
د اعلامیې له مخې، د ایران حکومت ژمنه کړې چې له افغانستان سره به په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي. تهران ویلي چې دواړه هېوادونه کولی شي د سیمه ییزو ستونزو پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي او د متقابل ګټو پر بنسټ عملي ګامونه پورته کړي
د اوږدمهاله دوستۍ پیغام
د ایران د حکومت د اعلامیې په پای کې ویل شوي چې تهران د افغانستان دا ملاتړ هېڅکله نه هېروي او دا به د دواړو ملتونو ترمنځ د اوږدمهاله دوستۍ لپاره یو بنسټیز ګام وي. ایران ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د بهرنیو فشارونو پر ځای پر خپلواکه پرېکړه، متقابل درناوي او ګډو ګټو تکیه وکړي، څو یو باثباته، عادلانه او همکار سیمهییز نظام رامنځته شي