news اخبار فوری
clock

ایران: پر هېواد هر ډول برید به د بشپړې جګړې معنا ولري

ایران: پر هېواد هر ډول برید به د بشپړې جګړې معنا ولري

بریانیوز:(شنبه۴ دلو۱۴۰۴)  ایران خبرداری ورکړی چې پر دغه هېواد هر ډول پوځي برید به د یوې پراخې او بشپړې جګړې پیل وي. د ایران لوړپوړو چارواکو ویلي، د امریکا د وروستیو پوځي خوځښتونو په غبرګون کې یې د هېواد ټول وسله‌ وال ځواکونه د لوړې تیارسۍ یا «اعظمي احضاراتو» حالت ته داخل کړي دي

د ایران د دفاع وزارت او د سپاه پاسداران اړوند سرچینو ویلي چې تهران د سیمې امنیتي وضعیت له نږدې څاري او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې به «قاطع، سمدستي او نه جبرانېدونکی» ځواب ورکړي

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه الوتکه‌ وړونکې بېړۍ، له پرمختللو جنګي الوتکو، توغندیزو سیستمونو او زرګونو سرتېرو سره، د منځني ختیځ سیمې ته ورسېږي. د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دغه پوځي استقرار د «سیمه‌ییز ثبات، د متحدینو ملاتړ او د احتمالي ګواښونو مخنیوي» په موخه ترسره کېږي

خو ایران دا پوځي خوځښتونه «تحریک‌کوونکي» بللي او ویلي یې دي چې دا چاره د سیمې امنیت لا پسې خرابوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ټینګار کړی چې امریکا د فشار او پوځي ګواښ له لارې نه شي کولی د ایران سیاسي او دفاعي دریځ بدل کړي

سیاسي شنونکي وایي، د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ په دې وروستیو کې د سیمې د شخړو، د سمندري لارو د امنیت، او د ایران د اټومي پروګرام پر سر لا زیات شوی دی. د دوی په باور، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د ناڅاپي پوځي نښتې خطر به ډېر لوړ شي

نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونو او ملګرو ملتونو، د دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې شخړې باید د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل شي، نه د وسلو او جګړې له لارې

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto