news اخبار فوری
clock

مولوي رحمان الله : د طالبانو مشر هبت‌الله له ټولو طالبانو ګیله کوي چې له سنتو تېر شوي او په منکراتو ککړ دي

مولوي رحمان الله : د طالبانو مشر هبت‌الله له ټولو طالبانو ګیله کوي چې له سنتو تېر شوي او په منکراتو ککړ دي

مولوي رحمان الله

بریانیوز:(سه شنبه،۷ دلو۱۴۰۴) وایي چې ولې باید د دوی په جلسو کې کامرې وي، ویډیوګانې وي او فلمونه جوړ شي. هغه وایي زما فیصله دا ده چې د جهاد فلمونه هم حرام دي. په دې ویډیو کې چې مجاهد ښکاري، دا هم حرام دي. خو دوی ماته وایي چې ولې د تصویر په هکله سختي کوې؟ زه وایم چې زه به حتماً دا کار کوم. دین د امیرانو په لاس کې  دی؛ موږ علما مسوولیت لرو چې د دین حفاظت وکړو

موږ د دنیا له سیاستونو سره ځان نه عیاروو. زموږ په سیاست کې تصویر حرام دی. د هر چا عکس، په هر شکل چې وي، حرام دی؛ که په تلویزیون کې وي که په موبایل کې دواړه حرام دي

نن د طالبانو او ملایانو په جیبونو کې د تلویزیون کامرې ورسره دي، د موبایل تصویر ورسره دی ، دا حرام او ناروا دي، حرام او ناروا دي.

دا پورته خبرې کټ مټ خپله هبت‌الله کړي دي

یوازې همدې خبرو ته په کتو سره اکثره پوهان وایي چې دوی تر ډېره موده په واک کې نه شي پاتې کېدای، یا لږ تر لږه په دې شکل نه شي پاتې کېدای

هغه خپله ټول طالبان په ګناه ککړ بولي، د هغوی فعل حرام او ناروا ګڼي، خو سره له دې بیا هم په حرامو او نارواوو ککړ طالبان په ټولو برخو کې مسوولین ټاکل شوي دي

بله د توجه وړ خبره دا ده چې که طالبان د هبت‌الله له خبرو سره موافق وي، بیا هغه پر ولس تحمیلوي؛ خو که موافق نه وي، بیا خپله هم پرې عمل نه کوي. د مثال په توګه، دوی د انجونو د تعلیم په هکله د هبت‌الله خبره تاییدوي او د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې یې د انجونو پر مخ تړلې دي. خو د انټرنېټ، تلویزیون او د تصویر اخیستونکو موبایلونو په هکله د هغه له نظر سره موافق نه دي، که څه هم هغه ورته وایي چې دا حرام او ناروا دي. بیا هم تر اوسه هبت‌الله توانېدلی چې په ۲۳ ولایتونو کې تلویزیون بند کړي، خو آیا د تصویر بندول ممکن دي؟ آیا ټوله اسلامي نړۍ او ټول علما دا فتوا ورسره مني؟ که نه، یوازې د ده خپله خوښه ده او حرام یې ګڼي؟ په اسلام کې هغه څه چې حرام نه وي، حرام بلل څومره لویه ګناه لري؟

ولې طالب تر اوسه له موبایل، تلویزیون، ایکس، فېسبوک او نورو څخه کار اخلي؟

بله خبره چې موږ افغانان باید ورته توجه وکړو دا ده چې طالبان یوازې له هغو ډلو سره ښې اړیکې لري، د فعالیت اجازه ورکوي او خپل امکانات په اختیار ورکوي چې افغانان نه دي؛ یا ازبک دي، یا تاجک، یا ایغور مجاهدین، یا ټي ټي پي، یا بلوچ او عرب. خو د افغانستان پر ټولو احزابو یې کلک بندیز لګولی، آن ملاقاتونو ته څوک نه ور پرېږدي، بهر ته د تلو اجازه نه ورکوي، خو د راتلو لپاره یې کمېسیون ورته جوړ کړی

جالبه دا ده چې دوی خپل رهبر داسې کس ټاکلی چې هغه طالبان په حرامو او نارواوو ککړ بولي او غیرشرعي او غیرعقلي ادعاوې کوي، خو دوی د خپل امیر له ښکاره عدم بصیرت او عقلي کمزورۍ سترګې پټوي او پر نورو رهبرانو انتقاد کوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto