news اخبار فوری
clock

مسکو – د روسیې د دفاع وزیر جنجالي ادعا؛ د واشنګټن پر وړاندې د تهران د غبرګون خبرداری

مسکو – د روسیې د دفاع وزیر جنجالي ادعا؛ د واشنګټن پر وړاندې د تهران د غبرګون خبرداری

بریانیوز(پنجشنبه، ٩ دلو۱۴۰۴)  مسکو – د روسیې د دفاع وزیر یوه سخت‌ژبه او پام‌وړ ادعا کړې چې که چېرې متحده ایالات د ایران د حکومت مرکزي ودانۍ په نښه کړي، نو د ایران اسلامي جمهوریت دا پوځي وړتیا لري چې د امریکا د واک مهم سمبولونه، سپینه ماڼۍ او پنتاګون، ویجاړ کړي

 د روسي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا لوړې کچې ته رسېدلی او د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې حساس کېږي. د روسیې د دفاع وزیر ویلي، ایران د تېرو کلونو په ترڅ کې خپل دفاعي او توغندیز ظرفیت په بې‌ساري ډول پیاوړی کړی او نور یوازې په دفاعي دریځ کې نه دی محدود

د نوموړي په وینا، هر ډول مستقیم پوځي برید پر ایران به یوازې سیمه‌ییزه شخړه نه وي، بلکې د نړیوال امنیت لپاره به جدي او نه اټکل کېدونکې پایلې ولري. هغه ټینګار کړی چې تهران اوس داسې وسلې او ستراتیژیک توان لري چې کولی شي د هر احتمالي برید ځواب د برید کوونکي هېواد په زړه کې ورکړي

 پوځي شنونکي وايي، دا څرګندونې یوازې د ایران د پوځي ځواک په اړه نه دي، بلکې د مسکو له لوري واشنګټن ته یو ښکاره سیاسي او امنیتي پیغام هم ګڼل کېږي

د دوی په باور، روسیه هڅه کوي امریکا ته وښيي چې د ایران پر ضد پوځي اقدام به ساده او بې‌لګښته نه وي او د نړۍ د ځواک توازن به له جدي خطر سره مخ کړي

ایران له کلونو راهیسې ټینګار کوي چې د هغه توغندیز او دفاعي پروګرامونه د هېواد د ملي امنیت لپاره ضروري دي. تهران په وار وار خبرداری ورکړی چې که پر خاوره یا بنسټونو یې برید وشي، ځواب به یې «سخت، چټک او دردناک» وي

د روسیې د دفاع وزیر وروستۍ ادعاوې په داسې وخت کې خپرېږي چې لوېدیځه آسیا د پوځي ټکر پر غاړه ولاړه ښکاري. د امریکا پوځي حضور، د ایران او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ، او د نړیوالو قدرتونو سیالي هغه عوامل دي چې د هرې ناسمې پرېکړې په صورت کې کولی شي وضعیت له کنټروله وباسي

سیاسي څارونکي باور لري چې دا ډول څرګندونې، که څه هم په ظاهره د خبرداري بڼه لري، خو په اصل کې د مخنیوي (بازدارندګۍ) پیغام دی؛ پیغام دا چې جګړه به یوازې پر ایران محدوده نه وي او د نړۍ تر ټولو ځواکمنې ودانۍ به هم له خطره خوندي نه وي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto