news اخبار فوری
clock

هېدر بار: د طالبانو د محاکمې لپاره نور ځنډ د منلو وړ نه دی

هېدر بار: د طالبانو د محاکمې لپاره نور ځنډ د منلو وړ نه دی

د بشري حقونو د څار سازمان: لوېدیځ هېوادونه دې د طالبانو د محاکمې ژمنې عملي کړي

بریانیوز ( شنبه، ١١ دلو ١٤٠٤)

هېدر بار، چې د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) کې د ښځو د څانګې مسؤله ده، له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د محاکمې په تړاو خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي او نور له ځنډ څخه ډډه وکړي.

نوموړې وویل، نږدې یو نیم کال تېر شوی چې کاناډا، جرمني، هالنډ او استرالیا په ګډه اعلان کړی و چې طالبان به نړیوالې محکمې ته راکاږي، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دی شوی.

هېدر بار ټینګار وکړ چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پراخې سرغړونې دوام لري او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت پر وړاندې جدي او عملي دریځ خپل کړي.

د یادونې وړ ده چې استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ تېر کال اعلان کړی و چې طالبان به د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له‌منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) د نقض له امله د هاګ په نړیوالې محکمې (ICJ) کې محاکمه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان او تر شلو زیات هېوادونه د دې حقوقي اقدام ملاتړ اعلان کړی دی.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto