قندهار کې د غلا په تور د طالبانو سره په نښته کې یو کس وژل شوی
-
امین الله
19 دلو 1404
155
ځايي سرچینې وايي، په قندهار ولایت کې یو کس چې په غلا تورن و، د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
بریانیوز( یکشنبه، ١٩ دلو ١٤٠٤)
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ (د دلو ۱۸مه) د قندهار ښار د عینو مېنې په «بریاني» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، دوه غله چې پر موټرسایکل سپاره وو، د یوه صراف څخه یې پیسې اخیستې او له سیمې تښتېدلي وو. د راپور له مخې، صراف د غلو د تعقیب پر مهال خپل موټر د هغوی له موټرسایکل سره وجنګاوه، چې په پایله کې یې یو غل ټپي او ونیول شو، خو بل کس وتوانېد چې وتښتي.
د سرچینو په وینا، دغه تښتېدلی کس وروسته د طالبانو له لوري تعقیب شو او د نښتې پر مهال ووژل شو.
تر دې دمه د قندهار د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې پېښې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبان په وار وار د هېواد د بشپړ امنیت ادعا کوي، خو بل لور ته خلک د ترور، وژنو او غلاوو د زیاتېدو له امله جدي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د امنیت واقعي وضعیت د طالبانو له ادعاوو سره سمون نه لري.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1544
-
اخبار افغانستان
543
-
مقاله
201
-
سیاست
30
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl