د جلالاباد–تورخم لویه لار کې ترافیکي پېښه؛ درې تنه مړه شول
بریانیوز:(دوشنبه،۲۰ دلو۱۴۰۴)
د جلال اباد–تورخم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه درې تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن (یکشنبې) سهار د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی موټر له یو بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ. د ټکر شدت دومره زیات و، چې درې کسان پر ځای مړه شول
سرچینې وایي، د پېښې ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی
د عیني شاهدانو په وینا، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، لوړ سرعت او د سړک خرابوالی د دې پېښې له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي. خو ځایي چارواکي وایي، د پېښې د دقیقو علتونو د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي
د جلالاباد–تورخم لویه لار د هېواد په ختیځ کې له تر ټولو ډېرې ګڼهګوڼې ډکو سوداګریزو او مسافر وړونکو لارو څخه ده، چې هر کال پکې ګڼې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي. د ترافیکي نښو نشتوالی، د موټرو زیات تګ راتګ او د ترافیکي اصولو نه مراعتول د دې لارې له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي
ځایي چارواکو له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال له احتیاطه کار واخلي او ترافیکي قوانین مراعت کړي، څو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1552
-
اخبار افغانستان
556
-
مقاله
208
-
سیاست
31
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl