news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سمیع یوسفزی: د کونړ د چاودنې د قرباني ماشومانو د وینو پوښتنه باید ځواب شي؛ د پېښې حقیقت دې روښانه شي

سمیع یوسفزی: د کونړ د چاودنې د قرباني ماشومانو د وینو پوښتنه باید ځواب شي؛ د پېښې حقیقت دې روښانه شي

ازاد خبریال سمیع یوسفزی د کونړ په وروستۍ چاودنه کې د ماشومانو د وژل کېدو او د کورونو د ویجاړېدو په اړه د طالبانو د حکومت د معلوماتو د روڼتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پېښې حقیقت باید له خلکو پټ نه شي.

بریانیوز- یکشنبه، ٨ قوس ١٤٠٥

یوسفزي په یوه لیکنه کې پوښتنه کړې چې هغه کور د چا و چې چاودنه پکې شوې ده؟ د نوموړي په وینا، ایا دا ممکنه ده چې د کونړ په یوه ښوونځي څنګ ته په یوه کور کې څوک ژوند وکړي، خو نوم، قوم او نسب یې هېچا ته معلوم نه وي؟

هغه زیاته کړې چې تر اوسه هېڅوک نه دي راپیدا شوي چې ادعا وکړي دغه کور د خپل کاکا، ماما، تره یا تربور و.

سمیع یوسفزي ټینګار کړی چې په دې غمجنه پېښه کې بې‌ګناه ماشومان وژل شوي او کورونه ویجاړ شوي دي، نو د طالبانو حکومت مسؤلیت لري چې د پېښې حقیقت روښانه کړي، د چاودنې عاملین وپېژني او د هغو کسانو پر وړاندې قانوني او جزایي اقدامات وکړي چې په دغه کور کې یې چاودېدونکي مواد ساتلي وو.

نوموړي ټینګار کړی چې د حقیقت پټول نه د قربانیانو درد کمولی شي او نه هم د خلکو شکونه له منځه وړلی شي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto