اخبار افغانستان
صنعت او سوداګرۍ : افغانستان او ترکیه د ګډو سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړې دي
صنعت او سوداګرۍ : افغانستان او ترکیه د ګډو سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړې دي
(بریانیوز شنبه (۷/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شهابالدین ثاقب په ترکیه کې د دغه هېواد د اصل ګروپ شرکتونو له مشر او د استانبول د حلال نړیوال کنفرانس او نندارتون له مسوول یونس اته سره لیدلي دي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو نندارتونونو له لارې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا او د دغو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو د معرفي کولو پر لارو چارو خبرې شوې دي
خبرپاڼه زیاتوي، چې یونس اته له افغانستان سره د همکاریو پراخولو ته چمتووالی ښودلی او افغانستان ته یې د سفر او د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ نندارتون د جوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی
د یاد وړاندیز موخه په ترکیه او د نړۍ په نورو بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو معرفي کول، د هغوی ترویج او د دواړو هېوادونو سوداګرو او تولیدوونکو ته د نویو فرصتونو برابرول بلل شوي دي
دواړو لورو همداراز د نږدې همکاریو پر پراختیا او د ګډو نندارتونونو او تبلیغاتي پروګرامونو د جوړولو د امکاناتو پر تعقیب ټینګار کړی، څو د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2148
-
اخبار افغانستان
1161
-
مقاله
849
-
سیاست
424
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl