news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برلين: جرمني په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۱۹ افغانانو د بېرته ستنولو خبر ورکړ

برلين: جرمني په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۱۹ افغانانو د بېرته ستنولو خبر ورکړ

برلين: جرمني په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۱۹ افغانانو د بېرته ستنولو خبر ورکړ

(بریانیوز شنبه (۷/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د جرمني حکومت د دغه هېواد د پارلمان د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه د اکتوبر تر میاشتې پورې یې ۲۱۹ افغانان افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي
د حکومت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ افغانان له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي وو
د جرمني د پارلمان ځینو کیڼ‌اړخو غړو د افغانانو د بېرته ستنولو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په بېرته ستنېدونکو کې داسې کسان هم شته چې د کوم جرم په تړاو محکوم شوي نه دي
د پارلمان د دې پوښتنې په ځواب کې، چې جرمني د اسلامي امارت دوه ډیپلوماټان پر کوم اساس منلي، حکومت ویلي، چې د هغوی منل د ویانا کنوانسیونونو له مخې او د ډیپلوماټیکو او کونسلي چارو لپاره شوي دي
د جرمني حکومت همداراز ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر میاشتې پورې یې ۳۳۷ افغانانو ته د دغه هېواد د پرېښودو امر کړی دی
د حکومت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه له دغو کسانو څخه ۱۷۲ تنه لا هم له جرمني څخه نه وو وتلي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto