news اخبار فوری
clock

اخلاقي جنجال کاناډايي شرکت اړ کړ چې تړون ختم کړي؛ د طالبانو چوپتیا لا هم دوام لري

اخلاقي جنجال کاناډايي شرکت اړ کړ چې تړون ختم کړي؛ د طالبانو چوپتیا لا هم دوام لري

د امریکا د عدلیې وزارت له لوري خپاره شوي اسناد ښيي چې سلطان احمد بن سلیم، د «ډي‌پي ورلډ» شرکت رئیس، چې له طالبانو سره د بندرونو او سوداګریزو لارو د پراختیا تړون لري، له بدنام امریکايي مجرم جفري اپستین سره شخصي او نږدې اړیکې لرلې.

بریانیوز( چهارشنبه، ٢٢ دلو ١٤٠٤)

د امریکا د استازو جرګې غړي تامس مَسي د سه‌شنبې په ورځ ادعا کړې چې سلطان بن سلیم په یوه برېښنالیک کې اپستین ته داسې ویډیو استولې وه چې د شکنجې صحنې پکې وې. مسي دا ادعا په خپل اېکس (پخواني ټوېټر) حساب کې خپره کړې ده.

د خپرو شویو ایمیلونو له مخې، اپستین د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۲۴مه بن سلیم ته لیکلي وو: «چېـرته یې؟ ښه یې؟ ما له هغه د شکنجې ویډیو خوښه شوه.» بن سلیم یوه ورځ وروسته ځواب ورکړی و: «زه په چین کې یم او د مې میاشتې په دوهمه اوونۍ کې به امریکا ته راشم.»

«ډي‌پي ورلډ» شرکت په دې وروستیو کې له طالبانو سره د افغانستان د بندرونو او سوداګریزو تاسیساتو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړې ده. خو تر دغو افشا شویو اړیکو وروسته، یو کاناډايي پانګوال صندوق اعلان کړی چې له «ډي‌پي ورلډ» سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کوي. تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به په دې تړاو کوم رسمي دریځ خپل کړي که نه.

په داسې حال کې چې طالبان په کور دننه ډېره سخت دریځه تګلاره تعقیبوي او ان ځینې هغه چارې هم محدودوي چې په اسلام کې یې ښکاره منع نه شته، د دوی له لوري له بهرنیو شرکتونو سره دا ډول تړونونه د یو شمېر شنونکو له خوا د پوښتنې وړ بلل کېږي. ځینې منتقدین وایي چې د طالبانو داخلي سخت دریځي او له نړیوالو شرکتونو سره تعامل تر منځ څرګند تضاد لیدل کېږي.

همداراز، په سیاسي او اقتصادي بحثونو کې دا ادعا هم مطرح کېږي چې د طالبانو ډېری قراردادونه تر ډېره د شخصي اړیکو او مستقیمو رابطو پر بنسټ ولاړ وي. که دغه ادعاوې سمې وي، نو همدا شخصي اړیکې ښايي داسې نفوذ او ژمنې رامنځته کړي چې طالبانو ته په اسانه د تړون د لغوه کولو اجازه ور نه کړي. سربېره پر دې، منتقدین باور لري چې د ځینو مشرانو احتمالي شخصي او اقتصادي ګټې هم کولای شي د دې سبب شي چې له اخلاقي جنجالونو او نړیوالو تورونو سره سره، له یاد شرکت سره تړونونه لغوه نه شي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto