news اخبار فوری
clock

له ښوونځي تر مدرسې: د تعليمي تګلارې بدلون که مالي بحران؟

له ښوونځي تر مدرسې: د تعليمي تګلارې بدلون که مالي بحران؟

د کندهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو د سلګونه ښوونکو بستونه تنقيص شوي دي.

بریانیوز( پنجشنبه، ٢٣ دلو ١٤٠٤)

 د پوهنې رياست يوې سرچينې ويلي، چې دغه ښوونکي د راتلونکي کال له تشکيل څخه ايستل شوي او په ترلاسه شوي لېست کې د شاوخوا ۴۰۰ تنقيص شويو ښوونکو نومونه ثبت دي.

که څه هم رسمي دليل د بودجې کسر ښودل شوی، خو د پوهنې يو شمېر څارونکي دا پرېکړه يوازې مالي موضوع نه بولي. د دوی په باور، په تېرو کلونو کې د رسمي ښوونيز سيستم پر کمزوري کولو او د مدرسو پر پياوړتيا ټينګار د دې څرګندونه کوي چې تعليمي تګلاره په بنيادي ډول بدلېږي.

د طالبانو ځينو مشرانو مخکې ويلي وو چې دوی د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن ختم کړی دی. منتقدين وايي، که دا شعار په عملي ډګر کې د ښوونکو د بستونو په کمولو، د نصاب په بدلون او د ښوونځيو د محدودولو له لارې پلې کېږي، نو دا به په تدريجي ډول د رسمي ښوونيز نظام د کمزورۍ او د مدرسه‌محوره جوړښت د پياوړتيا لامل شي.

د پوهنې فعالان خبرداری ورکوي چې که دا لړۍ دوام ومومي، نو عصري ښوونيز بنسټونه به له جدي فشار سره مخ شي او د هېواد تعليمي راتلونکی به يو اړخيز او محدود چوکاټ ته واوړي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto