"مستند راپور: د طالبانو او نړیوالو استخباراتي فعالیتونو بشپړ راپور – اندری سرینکو"
بریانیوز( شنبه، ٢٥ دلو ١٤٠٤)
دا راپور د Andrey Serenko له خوا لیکل شوی دی. نوموړی څرګندوي چې په دې راپور کې هغه مقالې راټولې شوې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د Nezavisimaya Gazeta (NG) په ورځپاڼه کې خپرې شوې وې.
د لیکوال په وینا، دا ټولې مقالې سیاسي حساسیت لري، ځکه چې بنسټ یې د طالبانو د عمومي استخباراتو ریاست (GDI) او د طالبانو د دفاع وزارت پر پټو اسنادو ولاړ دی. دغه اسناد د ده په وینا د هغو افغان وطنپالو د پټو او مسؤلانه هڅو له لارې ترلاسه شوي دي چې نومونه یې د امنیتي دلایلو له مخې نه دي څرګند شوي.
لیکوال ټینګار کوي چې وړاندې شوي اسناد د طالبانو د مشرانو اصلي دریځونه څرګندوي، په ځانګړي ډول د بهرني سیاست په برخه کې.
په دې اسنادو کې د روسیې په اړه د طالبانو لیدلوری هم روښانه شوی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.
همدارنګه دا اسناد د افغانستان د کورنیو جدي ستونزو په اړه هم معلومات وړاندې کوي، لکه په هېواد کې د بېلابېلو وسلهوالو او توندلارو ډلو فعالیتونه چې د سیمې د هېوادونو امنیت ګواښي.
د لیکوال په اند، د دې اسنادو ارزښت په دې کې دی چې دا د خپرېدو لپاره نه وو برابر شوي، نو ځکه پکې څرګندونې ډېرې رښتینې او بېپرده دي.
د هغه په وینا، همدا اسناد د طالبانو د استخباراتو ریښتینې څېره او د هغوی د رژیم اصلي بڼه څرګندوي.
لیکوال زیاتوي چې طالبانو د خپل جګړی په کلونو کې دروغ ویل په مسلکي ډول زده کړي او د هغوی تبلیغاتي ماشین ډېر خلک، که د افغانستان دننه وي او که بهر، په سیمه کې او یا هم په روسیه، چین او ایران کې، اغېزمن کړي دي.
خو د طالبانو د عمومي استخباراتو له مرکزي دفتر څخه ترلاسه شوي پټ اسناد، د هغه په باور، دروغ نه وایي.
د نوموړي په اند، د دې اسنادو لوستل ځکه مهم دي چې خلک له طالبانو په اړه له ناسم تصور او وهمونو ځان خلاص کړي او پوه شي چې طالبان په اصل کې څه فکر کوي او اصلي موخې یې څه دي.
هغه خبرداری ورکوي چې وروسته پښېماني ګټه نه لري.
— اندری سرینکو
د روسیې د سیاسي پوهانو د ټولنې د تحلیلي مرکز مشر، د افغان سیاست د څېړنې د مرکز رئیس، او د همدې ورځپاڼې لیکوال.
د خپرېدو یادونه:
دا راپور به په څو پرلهپسې برخو کې د «بریا نیوز» له ویبپاڼې او رسمي فېسبوک پاڼې څخه خپرېږي، څو لوستونکي وکولای شي د موضوع ټول اړخونه په تدریجي او منظم ډول تعقیب کړي.