ایران او روسیه په شمالي هند سمندر کې ګډ پوځي سمندري تمرینونه کوي
بریانیوز:(پنجشنبه،۳۰ دلو۱۴۰۴)
ایران او روسیه به د پنجشنبې په ورځ د عمان سمندر او د هند سمندر په شمالي حوزه کې ګډ سمندري پوځي تمرینونه ترسره کړي. دا تمرینونه په داسې وخت کې اعلان شوي چې د سیمې امنیتي وضعیت حساس بلل کېږي او د لویو قدرتونو حضور زیات شوی دی
د راپور له مخې، د مانور ویاند امیر حسن مقصودلو ویلي چې د د ایران اسلامي جمهوریت او د روسیې فدراسیون د سمندري ځواکونو ګډ تمرین به د بحري امنیت د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د پوځي همکاریو د پراختیا په هدف ترسره شي
د راپور له مخې دغه تمرینونه به د بندرعباس له ساحلي اډې څخه رهبري کېږي او په کې به د سوداګریزو او تېل وړونکو بېړیو د ساتنې، د بیړنیو حالاتو د مدیریت او د بحري ترهګرۍ پر ضد ګډ عملیات تمرین شي
دا مانورونه په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې سپاه پاسداران انقلاب اسلامی د تنګۀ هرمز په اوبو کې ورته پوځي تمرینونه ترسره کړي وو. همداراز د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي ترینګلتیا زیاتېدو او د خلیج په اوبو کې د امریکایي بېړیو پراخ حضور د اندېښنو سبب ګرځېدلی
شنونکي باور لري چې دا ډول ګډ تمرینونه یوازې نظامي نه، بلکې سیاسي پیغام هم لري او ښيي چې مسکو او تهران غواړي په سیمه کې خپل امنیتي همغږي لا نوره پیاوړې کړي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1306
-
اخبار افغانستان
362
-
مقاله
106
-
Uncategorized
25
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl