د ژنیو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې؛ زلنسکي پر مسکو او ټرمپ نیوکې وکړې
بریانیوز:(پنجشنبه،۳۰ دلو۱۴۰۴)
د اوکراین او روسیې ترمنځ دوه ورځنۍ تمه کېدونکې خبرې په ژنیو کې یوازې له شاوخوا دوو ساعتونو وروسته بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې، چې د سولې د هڅو پر راتلونکي یې نوې پوښتنې راپورته کړې
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي مسکو تورن کړ چې مذاکرات یې جدي نه ګڼل او یوازې یې وخت ضایع کړ. نوموړي وویل روسیه د جګړې د ختمولو پر ځای هڅه کوي وضعیت اوږد کړي او د خبرو له بهیر څخه د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي
زلنسکي همداراز پر ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې پر اوکراین «بېځایه فشار» راوړل کېږي، په داسې حال کې چې اصلي فشار باید پر مسکو واچول شي څو جګړه پای ته ورسوي
شنونکي وايي د خبرو ژر پای ته رسېدل ښيي چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافونه لا هم ژور دي، په ځانګړي ډول د اوربند، سرحدي کرښو او امنیتي تضمینونو پر موضوعاتو. د دوی په باور، د باور نشتوالی او متضاد سیاسي دریځونه د سولې بهیر لا پېچلی کړی
د دغو ناکامو خبرو له امله د جګړې د دوام اندېښنې زیاتې شوې او د نړیوالو منځګړیتوب هڅې له نوې ازموینې سره مخ شوې دي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1306
-
اخبار افغانستان
362
-
مقاله
106
-
Uncategorized
25
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl