د پاکستان او قطر لوړپوړو چارواکو په دوحه کې د سیمې پر حساسو بدلونونو مهمې خبرې وکړې
بریانیوز:(چهارشنبه،۶ حوت۱۴۰۴)
دوحه – د پاکستان او قطر لوړپوړو چارواکو د قطر په پلازمېنه دوحه کې په یوه مهمه او رسمي غونډه کې د سیمې پر وروستیو او حساسو تحولاتو هر اړخیز بحثونه ترسره کړل. دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې سیمه له چټکو سیاسي او امنیتي بدلونونو سره مخ ده
د باوري سرچینو په وینا، په دې ناسته کې د سیمې امنیتي وضعیت، سیاسي خوځښتونه او اقتصادي همکاریو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، خو د خبرو اصلي تمرکز د افغانستان او ایران پر روانو حالاتو و. دواړو لورو د افغانستان د ثبات، بشري وضعیت او اقتصادي ستونزو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د سولې او ثبات لپاره ګډې او همغږې هڅې وکړي
د راپورونو له مخې، د ایران اړوند وروستي بدلونونه، د سیمې امنیتي توازن او د دیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا هم د بحث مهم ټکي وو. دواړو هېوادونو څرګنده کړه چې د خبرو اترو، متقابل باور او نږدې همکارۍ له لارې کولای شي د ترینګلتیاوو مخه ونیسي او د ثبات فضا پیاوړې کړي
په غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي او د پانګونې د فرصتونو پر پراخولو هم خبرې وشوې. چارواکو ژمنه وکړه چې سیاسي او اقتصادي اړیکې به لا ژورې او منظمې کړي
شنونکي باور لري چې د اسلاماباد او دوحې دا سلا مشورې ښايي د راتلونکو سیمهییزو معادلو پر جوړښت اغېز ولري، ځکه دواړه هېوادونه په سیمه کې مهم رول لري او د هغوی همغږي کولای شي د ثبات او همکارۍ لپاره نوې لارې هوارې کړي