مسکو – روسیې خبرداری ورکړ: اوکراین ته د اټومي ټکنالوژۍ لېږد به د پراخې جګړې لامل شي
بریانیوز:(چهارشنبه،۶ حوت۱۴۰۴)
مسکو – د روسیه چارواکو خبرداری ورکړی چې که لوېدیځ هېوادونه اوکراین ته اټومي ټکنالوژي وسپاري، نو دا به د جګړې د پراخېدو او حتی د نړیوالې جګړې د رامنځته کېدو لامل شي
د دیمیتري مدودف، د روسیې د امنیت شورا مرستیال، ویلي چې که بریتانیا او فرانسه اوکراین ته اټومي ټکنالوژي ورکړي، مسکو به دا اقدام د خپل ملي امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ وګڼي
مدودف د سېشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې دا ډول اقدام به «د نړیوالې جګړې پر لور مستقیمه لار» وي او زیاته یې کړه چې په داسې حالت کې به روسیه اړ شي له ټولو ممکنو اقداماتو، حتی اټومي وسلو، کار واخلي. هغه خبرداری ورکړ چې که د امنیت ګواښونه ډېر شي، مسکو به د دفاع او د ځان ساتنې لپاره هره وسیله وارزوي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او د مسکو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا ورځ تر بلې ډېریږي. دواړه لوري یو بل د وضعیت د خرابېدو مسؤل بولي او اړیکې تر پخوا هم ترینګلې شوې دي
شنونکي وايي، د اټومي ټکنالوژۍ په اړه د روسیې دا توندې څرګندونې ښيي چې وضعیت لا هم خورا حساس او نازک دی. نړیوال څارونکي ټینګار کوي چې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره عاجلې دیپلوماتیکې هڅې او مستقیمې خبرې اترې اړینې دي، څو نړۍ له یوې بلې سترې ناورین څخه خوندي پاتې شي