د سیاسي خپلواکۍ تر شعار لاندې: په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو کورنۍ او اقتصادي پانګوني
په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د «سیاسي خپلواکۍ» او «ملي حاکمیت» شعارونه تکراروي، تازه معلومات ښيي چې د دې ډلې ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي لا هم له پاکستان سره ژورې شخصي او اقتصادي اړیکې لري.
بریانیوز( چهارشنبه، ٦ حوت ١٤٠٤)
د باوري سرچینو په حواله، چي له بریانیوز سره شریک شوی یو لېست څرګندوي چې د دې ډلې شاوخوا ۲۰ لوړپوړي پوځي او سیاسي چارواکي خپلې کورنۍ او شتمنۍ په پاکستان کې ساتلي دي.
د کورنیو استوګنځایونه په پاکستان کې
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د طالبانو ځینې وزیران، امنیتي قومندانان او د مهمو دولتي ادارو مشران خپلې کورنۍ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشتې کړي دي، چې مهم یې دا دي:
کراچي، اسلامآباد، پيښور، کوټه، او چمن ښار
سرچینې وایي چې د دغو چارواکو کورنۍ په یادو ښارونو کې په شخصي کورونو او اپارتمانونو کې ژوند کوي، او ځینې یې حتی د اوږدمهاله استوګنې اسناد هم ترلاسه کړي دي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د بېلګې په توګه د مولوی عبدالحمید آخوندزاده کورنۍ په کراچۍ کې ژوند کوي. د ملا محمدعباس آخوند کورنۍ هم په همدې ښار کې مېشته ده. ملا عبدالحق آخوند خپله کورنۍ په چمن کې ځای پر ځای کړې ده. همدارنګه مولوی امیرخان متقی کورنۍ او وروڼه یې په کراچۍ کې حضور لري او په سوداګرۍ بوخت دي.
په کویټه، په ځانګړي ډول د پښتونآباد او سټلایټ ټاون په سیمو کې، د طالبانو د څو مهمو څېرو کورنۍ مېشتې دي، لکه ملا ایمل محمد او مفتی فریدالدین.
په پېښور کې هم د قدرتالله جمال او فیضالله جمال کورنۍ ژوند کوي، او ځینې نور چارواکي لکه مولوی مفتی محمد د خپلې کورنۍ غړي هلته مېشت کړي دي.
تجارتونه او اقتصادي پانګونې
د راپور له مخې، یوازې استوګنځایونه نه، بلکې د طالبانو اړوند ځینې مهم اشخاص په پاکستان کې سوداګریز فعالیتونه هم لري. دغه فعالیتونه په لاندې برخو کې یاد شوي دي:
د املاکو پېر او پلور
ساختماني شرکتونه
واردات او صادرات
د اسعارو تبادله (صرافۍ)
د ترانزیټ او لوژستیک شرکتونه
کارپوهان باور لري چې دا پانګونې نه یوازې د شخصي شتمنۍ د خوندي کولو لپاره دي، بلکې د احتمالي سیاسي بدلونونو پر مهال د بدیل پناه او مالي خوندیتوب په توګه هم کارېدلی شي.
د شعار او عمل ترمنځ تضاد
سیاسي شنونکي وایي چې دا وضعیت د طالبانو د رسمي دریځ او عملي کړنو ترمنځ ژوره تضاد څرګندوي. په داسې حال کې چې دوی په عامه ویناوو کې د بهرني نفوذ پر ضد دریځ نیسي او د بشپړ خپلواک افغانستان خبره کوي، خو د لوړپوړو چارواکو د کورنیو حضور او اقتصادي پانګونې په پاکستان کې، د یادو شعارونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
که څه هم د راپور په لېست کې یوازې د څو تنو نومونه یاد شوي، خو سرچینې ټینګار کوي چې دا یوازې د هغو کسانو یوه برخه ده چې کورنۍ او شتمنۍ یې په پاکستان کې دي. یاد معلومات ښيي چې د طالبانو مشرتابه لا هم له پاکستان سره ژورې شخصي، کورنۍ او اقتصادي اړیکې لري، چې د افغانستان د سیاسي راتلونکې، ملي حاکمیت او سیمهییزو اړیکو په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.