متحده عربی اماراتو پر پاکستاني پوځیانو بريدونه وغندل، د پاکستان پر بريدونو چوپ پاتې شو
متحده عربي اماراتو په تازه اعلاميه کې په پاکستان کې پر پوځيانو وروستي بريدونه وغندل او هغه يې د سيمې د امنيت پر ضد عمل وباله، خو د پاکستان له خوا پر افغانستان شويو بريدونو په اړه يې څه ونه ويل او په دې برخه کې چوپ پاتې شو.
بریانیوز( پنجشنبه، ٧ حوت ١٤٠٤)
د متحده عربي اماراتو بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې په خېبر پښتونخوا او پنجاب کې پر پاکستاني نظاميانو وروستي بريدونه وغندل او ټينګار يې کړی، چې متحده عربي امارات د ترهګرۍ هر ډول، چې د سيمې امنيت او ثبات ګواښي، ردوي.
اعلاميه کې د قربانيانو له کورنيو او د پاکستان حکومت سره خواخوږي شوې ده او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا دعا شوې.
دغه اعلاميه يو په بل پسې په نړيواله ټولنه کې د طالبانو منزوي کېدل ښيي.
پر ننګرهار د پاکستان بريد له هند پرته بل هېڅ هېواد ونه غنده. ان روسيې هم چې طالبان په رسميت پېژندلي، نه يوازې ځان غلی ونيوه، بلکې د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې د نړيوالو ترهګرو د موجوديت په اړه د خپل بهرنيو چارو وزارت پر ويب سايټ رسمي ارقام خپاره کړل: «دا ښيي، چې په نړيواله ټولنه کې د طالبانو پر ضد روايت په چټکۍ اوښتی دی.»
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1381
-
اخبار افغانستان
425
-
مقاله
113
-
Uncategorized
26
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl