ملګرو ملتونو د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه
بریانیوز( پنجشنبه، ٧ حوت ١٤٠٤)
نړیوال بنسټ ملګري ملتونه د ایران او امریکا ترمنځ د سیاسي او پوځي ترینګلتیا د چټک زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او دواړه لوري یې د سولهییزو خبرو اترو دوام ته رابللي دي
د یاد سازمان ویاند استفان دوجاریک د خبریالانو یوې غونډې ته وویل، سیمه له حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو څخه تېرېږي او هر ډول توندې څرګندونې یا پوځي خوځښتونه کولای شي وضعیت نور هم کړکېچن کړي. د هغه په وینا، نړیواله ټولنه د تاوتریخوالي د پراخېدو اندېښمنه ده او باور لري چې د اختلافاتو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار ډیپلوماسي، زغم او رغنده تعامل دی.
نوموړي په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول اقدامات د بې باورۍ فضا ژوره کوي او د شخړې د پراخېدو خطر زیاتوي. هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه د لفظي جګړو، سیاسي ګواښونو او پوځي چمتووالي دوام د اندېښنې وړ بولي او له ټولو اړخونو غواړي چې له زغم، تدبیر او مسؤلیت څخه کار واخلي
د تهران او واشنګټن اړیکې له تېرو څو میاشتو راهیسې له لوړو ژورو ډکې دي. دواړه خواوې یو بل د سیمې د بې ثباتۍ او کړکېچ د پارولو په تور تورنوي، خو نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې هر ډول پوځي تقابل به نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال ثبات هم له جدي ګواښ سره مخ کړي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په ټینګه غوښتنه کړې چې دواړه لوري د خبرو مېز ته راستانه شي، له پارونکو دریځونو لاس واخلي او د باور جوړونې لپاره عملي او مثبت ګامونه پورته کړي، څو سیمه له احتمالي ناورین او ویجاړوونکې شخړې څخه وژغورل شي