news اخبار فوری
clock

په برازیل کې زورورو سېلابونو درنه مرګ‌ژوبله اړولې

په برازیل کې زورورو سېلابونو درنه مرګ‌ژوبله اړولې

په برازیل کې زورورو سېلابونو درنه مرګ‌ژوبله اړولې

بریانیوز( پنجشنبه، ٧ حوت ١٤٠٤)

د جنوبي امریکا هېواد برازیل په سوېل ختیځ کې د سختو او پرله‌پسې ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو لسګونو کورنیو ته غم ورپه برخه کړی دی. چارواکي وایي چې د میناس ګیریس په ایالت کې لږ تر لږه دېرش کسان مړه شوي او نږدې څلوېښت نور لا هم نادرکه دي

دا ناورین د ژوئیز ډفورا په ښار کې رامنځته شوی، چېرته چې سېلابي اوبو کورونه نړولي، لارې یې بندې کړې او د خلکو شتمنۍ یې له منځه وړي دي. له څلور سوه څلوېښتو څخه ډېر اوسېدونکي اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه وکړي

ژغورونکې ډلې په پرله‌پسې ډول د خټو او اوبو لاندې د نادرکه شویو کسانو د موندلو هڅې کوي. د مرستو کاروانونه زیانمنو سیمو ته رسېدلي او بې‌ځایه شویو کورنیو ته د لنډمهاله استوګنې، خوړو او درملو اسانتیاوې برابروي.

د برازیل ولسمشر  اناسیو لولا دا سلوا له زیانمنو کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې او ډاډ یې ورکړی چې حکومت به د ژغورنې، بیارغونې او مرستو ټولې چارې په چټکۍ پرمخ وړي

پوهان خبرداری ورکوي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د ورته طبیعي پېښو کچه لوړېږي، او اړتیا ده چې د مخنیوي او چمتووالي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي، څو راتلونکې کې د داسې ناورینونو زیانونه کم شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto